خبرهای خارجی

په پيرو کې  دسيلاونو دراوتلو له امله اويا تنه ووژل شول

دتيرو څو ورځو په بهير کې په پيرو کې  دسختو اورښتونو او سيلاونو  دراوتلو له امله  څه ناڅه  دوه اويا تنه  ووژل شول .

دغه سيلاونه چې ويل کيږي  په تيرو ديرشو کلونوکې  بې ساري و ،  دپيرو  څه ناڅه نيمايي تر اغيزې لاندې نيولى دى او ددغه هېواد اته سوه ښارونه او کليو کې فوق العاده حالت اعلام شوى دى .

 له دې سره جوخت  داردو قطعاتو دنظم دټينګښت  په خاطر په زيانمنونکو ښارونوکې ځاى پرځاى شوي دي  .

 پيروداتيايمې ميلادي لسيزې په وروستيو کې له سختو سيلاونو سره مخامخ شوى و