صحت

 په يمن کې  د وبا ناروغى له امله  دقربانيانوشمير  له  يوزرو سلو تو څخه واوښت

دنړۍ روغتيايي سازمان دسه شنبې په شپه اعلان وکړ چې په يمن کې  د  وبا ناروغى  دخپريدو له امله  کابو يوزرو  يوسلو اويا تنه  وژل شوي دي .

  له ژنيو  څخه دفرانسې دخبري اژانس دخبرله مخې  ،  ددغه نړيوال بنسټ  وياند  طارق جزارويچ  ټينګار وکړ يمن کورګډې  جګړه  ددې  سبب شوې ده چې په يمن کې دوبا له خپريدو  سره مًقابله  ډيره سخته شي

  جزا رويچ زياته کړه  په وبا  داخته کسانو شمير  دغه راز  مخ په زياتوالي دى لکه څنګه چې هره ورځ په وبا  چې دوه زره تنو مشکوکوکسانو  شاهدان يو اوداکار ښيي  يمن  يوله هغو هېوادونو څخه دى  چې وبا پراختيا  زياته چټکتيا  پکې لري .   دغه راز دنړۍ روغتيايي سازمان خبر داري  ورکړ چې دروان ميلادي کال تر پاى پورې  ښايي  کابو دوه سوه پنځوس زره تنه په دغې ناروغى  اخته شي او ديمن له دريو برخو څخه دوه برخې خلک هم  دقعطي  له خطر سره  مخامخ کيږي .

  په همدې حال کې  دملګروملتو سازمان دسه شنبې په ورځ  اعلام وکړ چې  شپږ ويشت ټنه  طبي  مرستې  دصنعا  دنړيوال هوايي ډګر له لارې   دغه هېواد ته ليږدول شوي دي .

  ديمن خلک په دغه هېواد کې دوبا ناروغي  دخپريدو په علت  ددرملو او دطبي تجهيزاتو  له سخت کمښت سره مخامخ دي .