خبرهای خارجی

په هندوستان کې د يوه واده په مراسموکې په لسګونه تنه ووژل شول

د هندوستان په شمال جيپور ښارکې د واده د يوه سالون د ديوال د نړيدو له امله نن سهار څه ناڅه دوه ويشت تنه ووژل شول.

د هند د پوليسو د څرګندونوله مخې:

دغه پيښه د يوه  واده د مراسمو د پرځاى کولو په وخت کې رامنځته شوه چې په  هغه کې په وژل شويوکسانو سربيره شپږ ويشت تنه نور ټپيان شوي دي چې د  پنځلسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

دغه ديوال د يوه سخت توپان له  چليدو وروسته نړيدلى دى.

د واده د سالون مدير نيول شوى دى او  پوليسو د دغه ديوال د نړيدو د علت په باب خپل تحقيقات پيل کړي دي.

د هندصدر اعظم ناريندرا مودي د يوه پيغام په خپرولوسره د دغې پيښې له امله سخته خواشيني ښودلې ده.