خبرهای داخلی

په هلمندکې د ماين د چاودنې له امله د شپږو تنو ملکي وګړو ټپي کيدل

په هلمندکې د ماين د چاودنې له امله د شپږو تنو ملکي وګړو ټپي کيدل
په هلمند ولايت کې د ماين د چاودنې له امله د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: ماين د لښکرګاه ښار په يوه سړک کې ځاى پرځاى شوى و او ټيک د ګڼ شمېر ملکي وګړو د تېرېدو په وخت کې د طالبانو له خوا له لرې واټن څخه وچول شو .
د هلمند ولايت د پوليس چارواکو وويل چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګدون شپږ تنه ټپيان شول .
په همدې حال کې په هلمندکې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو د دغې پيښې د زياترو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .

نظر بدهید