خبرهای خارجی

په مانوس کې داستراليا دغيرقانوني ماجرين کمپ تړل کيږي

دنو پاپواګينه حکومت  دمانوس په ټاپو  کې داستراليا کمپ چې دبيلابيلو هېوادونو غير قانوني مهاجرين پکې ژوند کوي په راتلونکو څو اوونۍ کې تړي .

 دايرانا دخبرله مخې، داستراليا د اي بي سي  شبکې نن اعلام وکړ چې په دغه ټاپو کې غير قانوني ماجرينو او پناه غوښتونکو ته ويل شوي دي چې بايد داستراليا له کمپ څخه ووځي .

 دنوي پا پواګينه دماجرت مقاماتو اعلام کړى دى چې ددغه کمپ دويجاړولو کار چې څه ناڅه ٨٠٠  تنه پکې ساتل کيږي ډيرژر پيليږي .

 استراليا دنوي پا پواګينه دمانوس په ټاپو کې  دوه کمپونه  لري چې غير قانوني مهاجرين  چې غوښتل دکوچنيو بيړيو په واسطه استراليا ته ځانونه ورسوي نيولي او دغه کمپ ته يې ليږلې دي