اقتصادی

 په سرپل کې د مميزو ١٣٢معياري خونې جوړې شوې

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د بڼوالۍ د ملي پروګرام له خوا د انګورو  د بڼوالو  د ملاتړ په خاطر د مميزو ١٣٢ عصري خونې په سرپل ولايت کې جوړې شوې .

د مميزو دغه خونې په مرکز او د سانچارک، سوزمه قلعه او ګوسفندي په ولسواليوکې چې د انګورو زياتره بڼونه پکې دي؛ جوړې شوې دي .

 د مميزو هره خونه لس متره اوږدوالى، پنځه متره سور او پنځه متره لوړوالى لري او د اته زرو امريکايي ډالرو په لګښت چې په سلوکې ٢٥ ونډه يې د بزګرانو او په سلوکې پنځه اويا يې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له وياړو مرستوڅخه ده؛ جوړه شوې ده.

 د مميزو دغې خونې په شلو ورځوکې مميزوته د لسو ټنو انګورو  د بدلولو وړتيا لري .

 په دغو مرکزونوکې انګور له خاورو او حشراتو څخه لرې په معياري، روغتيايي او په لوړکيفيت سره په مميزو بدليږي .

 د مميزوپه جوړو شويو خونوکې د توليد شوي مميز بيه، د کيفيت او د روغتيايي خاصيت له نظره له هغومميزو چې په لومړني ډول لاس راځي؛ دوه برابره ده چې د خلکو له خوا په علاقمندي سره پيرودل کيږي .