صحت

 په روزګان  کې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو

په روزګان ولايت کې يو سلو اته اتيا زره ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين د ورکولو درې ورځني کمپاين پيل شو.

د دغه ولايت د عامې روغتیا ریېس خان اغا میاخیل رسنیو چې د پولیو ضد واکسین به د دغه ولایت مرکز  ترینکوټ په ګډون په شپږو ولسوالیو کې ديو زرو څلور سوه رضاکارانو او درې سوه اووه ويشتو مبلغینو په مټ يو سلو اته اتيا زره څلور سوه څلوېښتو ماشومانو ته ورکړ شي.

ده زياته کړه چې د دغه واکسین تر څنګ به دا ځل د چنجيو ټابلیټونه هم هغو ماشومانو ته ورکړ شي چې عمرونه یي د دوو کلونو او پنځو کلونو تر منځ وي.

نظر بدهید