خبرهای داخلی

په روزکان کې د ملکیانو مرګ ژوبله

په روزګان کې دبهرنيو ځواکونوپه عملياتو کې دملکي وګړو دمرګ ژوبلې ادعا
دروزګان ولايت ځينې اوسيدونکي ادعا کوي چې تيره شپه دبهرنيو ځواکونو په عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
دغه عمليات تيره شپه دترينکوټ ښار مرکز په سجاول کلي کي ترسره شوي دي.
ددغې سيمې يو تن اوسيدونکي چې دنامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه وويل چې په دغو عملياتو کې دښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول.
ده وويل په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو يوازي په ملکي وګړو بريدونه کړي دي .
په روزګان ولايت کې دروغتيايي چارو يوه مسوول تائيد کړه چې په ترينکوټ ښارکې دبهرنيوپوځيانو دبريد له امله دغه روغتون ته څو تنه ټپي ملکي وګړي ليږدول شوي دي.
ده وويل چې په دغو ټپيانو کې ماشومان هم شامل دي.
له بلې خوا دروزګان ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې ددغو پوځي عمليات دڅرنګوالي په باب تحقيق کوي .
دغه راز بهرنيو ځواکونو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .

نظر بدهید