خبرهای داخلی فرهنگ و هنر

په خوست کې ژمن ټلویزیون په نشراتو پیل وکړ

 په خوست ولايت کې ژمن شخصي ټلویزیون نن په رسمي ډول په خپلو نشراتو پیل وکړ.

د خوست والي پوهنمل حکم خان حبیبي رسنیو ته وویل چې رسنۍ د یوه هېواد په پرمختګ کې مهم رول لوبولى شي.

والي د ژمن ټلویزیون له ادارې او مسوولینوڅخه وغوښتل چې د حقایقو ترڅنګ دې په هېواد کې د شته نظام ملاتړ هم ضروري او اړین دی، نو باید د خلکو د غوښتنې ترڅنګ د هېواد د مثبت بدلون لپاره هم کار وکړئ او همدا شان یې په خوست کې له ټولو رسنیو هيله وکړه چې د خپل اصیل فرهنګ د ودې او پراختیا لپاره نورهم زيار وباسي.

د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس محمد امین شاه الفت هم د ژمن ټلویزیون له کارکوونکوڅخه وغوښتل چې د اساسي قانون په رڼا او د ژورنالیزم د مسلکي اصولو پر اساس خپلې خپرونې برابرې کړي چې په دې سره به مو له يوې خوا مسلکي اصول مراعات کړې او له بلې خوا به مو د خلکو غوښتنو ته هم رسیدګي کړې وي.

د ژمن ټلویزیون رييس نجیب الله الوخیل وویل چې په پوره ژمنتیا او د خلکو د غوښتنو او ستونزو ته په پام سره به خپلې خپرونې چمتو کړي او د خوست میشتو ستونزو نظرونو ته به تل په مسلکي ډول پوښښ ورکړي .

یاده دې وي چې ژمن ټلویزیون دوه میاشتې مخکې په آزمايښتي خپرونې پیل کړ و او د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې په رسمي ډول ثبت دی.

نظر بدهید