خبرهای خارجی

په ايران کې د داعش په بريدکې ١٢ تنه ووژل شول

د ايران د مجلس په ودانۍ او د آيت الله خميني په آرامګاه په دوو جلاجلا بريدونو کې دولس تنه ووژل شول او يو زيات شمېر نور ټپيان شول.

له خورو ورو ډزو وروسته مقاماتو وويل چې دواړه پيښې پاى ته رسيدلي دي او د يرغلګرو شمېر چې پنځه تنه ښودل شوى و، وژل شوي دي.

په خبرونوکې ويل شوي دي چې يولس تنه د مجلس په ودانۍ کې ووژل شول او يو تن د خميني په آرامګاه کې ووژل شو.

ايران وايي: يرغلګر هغه ايراني اتباع وو چې له داعش سره يوځاى شوي وو.

نظر بدهید