خبرهای داخلی

په افغانستان کې دداعش دمطبوعاتي مرکز دړې وړې کيدل

په افغانستان کې دداعشي ياغيانو مطبوعاتي مرکز ديو هوايي بريد له امله دړې  وړې شوى دى .

  په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو دقوماندانۍ مرکز په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې په دغه مرکز دروان ميلادي کال دجون دمياشتې په دريمه نيټه  هوايي بريد وشو او له امله يې دداعش دتروريستي ډلې مطبوعاتي مسوول جواد خان هم وژل شوى دى .

 په افغانستان کې دميشتو امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال جان نيکولسن ويلي دي چې دجواد خان وژل کيدو دداعش مطبوعاتي شبکو ته ستونزې پيداکړې دي او په نړيوال ډګر کې ددغې ډلې داستخدام او دعملياتي پروګرامونو بهير به کمزورى کړي .

نظر بدهید