خبرهای ورزشی

پاکستان کرکټ لوبډلې چمپینز ټرافي په خپل نوم کړه

LONDON, ENGLAND - JUNE 18: Pakistan lift the ICC Champions Trophy after beating India during ICC Champions Trophy Final between India and Pakistan at The Kia Oval on June 18, 2017 in London, England. (Photo by Gareth Copley/Getty Images)

پاکستان او هند لوبډلې د ای سي سي چمپیننز ټرافي لوبو پای لوبې ته رسېدلي و.

پاکستان لوبډلې هند لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دا ټرافي وګټله.

دا لومړی ځل و چې هند او پاکستان په چمپیننز ټرافي پای لوبه کې سره مخامخ کېږي

له دې مخکې هم پاکستان درې ځلې په دې لوبو کې لوبېدلی و خو پای لوبې ته یې لار نه وه موندلې، دا ځل یې پاي لوبې ته د رسېدو سره ټرافي هم خپل هېواد ته راوړه.

پاکستان له خوا د پیل لوبغاړي له توقع نه هم ښه ولوبېدل، که څه هم په پیل کې داسې ښکارېدل چې د پاکستان د پیل توپ وهونکي به زر خپلې وېکټې له لاسه ورکړي، خو بخت له پاکستان سره یاري وکړه.

پښتون لوبغاړي فخر زمان ۱۱۴  او اظهر علي ۵۹ منډو پاکستان ته ښه پیل ورکړ.

بابر په ۴۶ منډو خپله وېکټ له لاسه ورکړه، حفیظ ۵۷ منډو د پاکستان منډې نورې هم زیاتې کړې او ټولې منډې یې په څلورو وېکټو ۳۳۸ ته ورسولې.

د ۳۳۸ هدف هند لوبډلې ته ښه هدف و، ولې ناممکن نه و.

هند لوبډلې ته دا هدف د پاکستان تیز توپ اچوونکي محمد عامر ناممکن کړ.

عامر د هند د پیل لوبغاړي روهیت شرما په صفر وسوځاوه او ورپسې یې د ویرات کوهلي او شیکر وسوځول او لوبه یې یو طرفه کړه.

د هند د لوبډلې مینه والو لا هم تمه لرله چې لوبه به هند ګټي، یوراج سنګهـ او ډوني لوبه کوله دوي هم خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

يواځې پنډي ۷۶ منډې وکړې، د هند نور لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل.

د هند ټوله لوبډله په ۳۰ اورونو کې په ۱۵۸ منډو وسوځېدل او لوبه یې پاکستان ته بایلوده.

چمپینز ټرافي په هرو دوو کلونو کې یو وار کیږي چې د نړۍ د سر اته پیاوړې او غوره لوبډلې په کې لوبیږي.

د پای لوبې غوره لوبغاړی فخر زمان و.

د سریز غوره لوبغاړی حسن علي و.

د سریز ښه توپ وهونکي شیکر دوو و.

د سریز غوره توپ اچوونکی حسن علي وټاکل شو.

 

نظر بدهید