خبرهای خارجی

 پاکستان له اوبتل څخه يو اټومي توغندى ازمايښت کړ

  پاکستان پرون له يو اوبتل څخه توغول شوى کروز توغندى په برياليتوب سره ازمايښت کړ .

دغه توغندى چې بابر – ٣ نوميږي ٤٥٠ کيلومتره واټن  وهلى شي

 درارسيدلو خبرونو له مخې دغه توغندى  دهند له سمندر څخه چې ځاى يې نه دى مشخص شوى، وتوغول شو اوپه دقت سره په هدف لګيدلى دى.

 دغه توغندى کولى شي په بيلابيلو  قدرتونوسره سرګلولې وليږدوي او دغه هېواد ته دغچ اخستونکي بريد وړتيا ورکوي .

 دبي بي سي  دخبر له مخې  يو بل پوځي  مقام تاييد کړى دى چې دغه توغندى داټومي سرګلولې دليږدونې وړتيا لري .

 نوې ازمايښت کولى شي دهند او پاکستان ترمنځ  تسليحاتي سيالي زياتې  کړي .