تکنالوژی

ټیکنالوجي او نوی نسل

له نويیمې لسیزې راپه دې خوا په نړۍ کې د ټکنالوژۍ په ډګر کې خوارا زیات او ناڅاپي پرمختګ راغی چې نړۍ څخه یې یو کوچنۍ کلی جوړ کړ. د نړۍ په هر ګوټ کې یې  تقریبا ټول انسانان یو له بل سره ونښلول. په نړیواله سوداګري او تجارت کې یې اسانتیا رامینځ ته کړله. د نړۍ سترې کمپنۍ او شرکتونه یې یو له بل سره د سوداګریزو اړیکو لپاره ونښلول. د تعلیم او تحصیل ډګر یې هم نړیوال کړ. یو محصل چې په کابل کې اوسیږي او انټرنټ ته لاس رسی ولري، کولای شي چې د نړۍ له هر پوهنتون څخه د انټرنټ په کرښه زده کړې وکړي.

همدارنګه د ټکنالوژۍ په راتګ سره ترانسپورت هم نړیوال شو. هېوادونه د الوتکو، ریل ګاډو، بیړیو، او موټرو په واسطه سره ونښلول شول چې دا په خپل وار سره د خلکو په اقتصادي، فرهنګي، اجتماعي او سیاسي پرمتخګ کې رغنده رول لوبولی شي او لوبولی یې دی. همدارنګه د طبابت په برخه مو هم نړیواله شوه. برسېره پر دې چې د طب محصل کولای شي چې انټرنیټ له لارې زده کړې او څیړنې وکړي، اوس مهال د ویډیويي انځور له لارې د تکړه ډاکټرانو په رهنمایی او لارښوونه له لیرې واټن څخه طبي عملیات هم کولی شي چې دا په خپله د ټکنالوژۍ له برکته ستر خدمت اواسانتیا ده. همدا ډول په نظامي او ځینو نورو برخو کې دټکنالوژي په نوښتونو سره ډیرې اسانتیاوې رامینځ ته شوې دي.

 د دې دومره زیاتو ښېګڼو سره سره بیا هم د دټکنالوژۍ په ډګر د نوښت او ډيرې کارونې له امله د خوندي ژوند په وړاندې ځینې ننګونې هم رامینځ ته شوي دي. یوه ننګونه یې داده چې نړۍ یې د ګرمیدا خوا ته روانه کړې ده . یعنې د ټکنالوژۍ د ډیرې کارونۍ له امله د تودوخي او د کاربن  د تولید په پایله کې په شمالي قطب کې د یخ سترې ټوټې لا له وړاندې د ویلي کیدو په حالت کې دي. همدارنګه د اوزون په پوښ کې هم ځای ځای غارونه پیدا شوي دي چې د پوستکي په سرطان کې مهم رول لوبوي. همدا ډول د ټکنالوژي ډیره کارونه له امله د هوا په ککړتیا کې هم مهم رول لري د بیلګې په توګه د چین په ځینو ښارونو کې د هوا د ککړتیا له امله خلک اړ کیږي چې په کوچنیو ډبو او پلاستیکي خلتو کې اکیسجن وپیري او ګټه ترې واخلي.

د همدې ننګونې ترڅنګ بله ننګونه یې داده چې د انټرنټ په راتګ، د کمپیوټرونو په کوچني کیدا او د ګرځنده ټلفونونو په بې ساري پرمختګ سره چې تقریبا د کمپیوټر ټوله دنده اجرا کوي، دهمدې بدلون په پایله کې نوی نسل چې د ۱۹۹۰یمې راپدیخوا زیږیدلي دي، فکر یې له واقعي او رښتیني نړۍ څخه یوې مجازي نړۍ ته لیږدولی دی. ارواپوهان اوس په دې لټه کې دي چې څرنګه ددې ناوړه بدلون سره مبارزه وکړي څو همدې نوي نسل ته چې د ټکنالوژۍ له امله په رامینځ ته شوي مجازي نړۍ کې ډوب دی، د واقعي نړۍ او د مځکې په مخ شته ستونزو او واقیعتونه ته د هغوی فکر را وګرځوو. ارواپوهانو او انسان پیژندونکي انسانان د خوی او عادتونو له مخې په څو برخو ویشلي دي چې یو له هغو یې ؛ میلینلز؛ یا اوسنی نسل چې د شل کلنۍ څخه یې عمر لږ وي، دي.

 ددوی څیړنې څرګندوي چې دا ډله خلک پنځه ویشت کلنو او یا هم د دیرش کلنو خلکو په پرتله لږ مسولیت منونکي او پیژندونکي دي. دوی ډیر وخت د شپې تر ناوخته ویښ پاتې وي څو له نورې نړۍ سره د انټرنټ له لارې په اړیکه کې شي. دا خلک ترډیره هغه خواړه خوري چې روغتیا ته زیان رسوي( لکه چپس، برګر) مضره نوشابه څښي، لباس یې ترنورو ټولو توپیر لري. د خبرو کولو طرز یې لو نورو ډیر توپیر کوي. دوی د انټرنټ له لارې د نړۍ مشهور خلک ګوري او د هغوی د ژوند ډول خپل ژوند ته انتقالوي. د بیلګې په توګه د هالیوډ او بالیوډ د ستورو ژوند د عادي ژوند سره ډیر توپیر لري، دا میلینلز د هغوی څخه متاثره او هڅه کوي د هغوی په ډول واوسي. همدا ډول دوی فکر کوي چې خواړه او د مځکې په مخ اوسیدل باید مجاني او وړیا وي. په نړۍ کې شته ستونزې لکه فقر، غربت، جګړه، مهاجرت په وړاندې هيڅ ډول فردي او ټولنیز مسولیت نه احساسوي.ترهغې چې له کوم عادت او خوی څخه ورته زیان نه وي اوښتی، خپله پریکړه نه بدلوي. د هغوی نوښتونه یوازې په لباس او د نورو په وړاندې په رویه کې وي.

لکه البرټ انشټین چې ویلي و د ټکنالوژۍ په دې کچه ګړندی پرمختګ ښايي انسانیت ته ستر زیان واوړي او یو بې مسولیته نسل رامینځ ته کړي. دادی اوس نړیوال په دې فکر کې او اندیښنه کې دي، چې څنګه شوني ده،چې دا نوی نسل واقعي فکر وکړي او هغوی وهڅوي چې په دې نړۍ کې واقعي ستونزې او ننګونې شته چې انسان یې په وړاندې فردي او ټولنیزه مسولیت لري. که له یوې خوا اړینه ده چې کوچني مو له ټکنالوژۍ ته لاس رسی ولري، له بلې خوا دا هم اړینه ده چې انټرنټ په محدوده کچه وکاروي. په دې هیله چې نړیوال  انسان وژونکې وسلې د جوړولو په ځای د انسان او انسانیت ژغورنې په هڅه کې شي.