صحت

يو پنځوس کلينيکونه بيا فعال شول

د فراه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې يو پنځوس روغتيايي کلينيکونه  چې څو ورځې مخکې د وسله والو طالبانون له خوا تړل شوي وو؛ اوس يې بيا په فعاليت پيل کړى دى.

د فراه ولايت د عامې روغتيا رييس عبدالجبار شايق رسنیو ته وويل چې دغه مرکزونه د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست، قومي مخورو او د وګړنيو شوراګانو د هڅو او هاند له امله بيا فعال شول.

ده زياته کړه چې دکلينيکونو دتړل کيدو په نسبت دپوليو واکسين پروګرام تطبيق نه شو، خوټاکل شوې ده چې د را روانې اوونۍ د يکشنبې په ورځ دغه پروګرام پيل شي.

نظر بدهید