خبرهای داخلی

يو -ان – اچ- سي -آر نه دى بريالى شوش په پاکستان کې دافغان مهاجرينو ملاتړ وکړي

TO GO WITH Afghanistan-unrest-Pakistan-refugees,FOCUS by Joris Fioriti (FILES) In this photograph taken on June 19, 2012, Afghan refugees sit in front of trucks at The United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR) registration centre on the outskirts of Peshawar. Hundreds of thousands of Afghans face the threat of deportation back to their war-torn country from Pakistan once a deadline expires June 30, 2012, but Kabul is crying foul over the move. Pakistan is home to 1.7 million refugees and hundreds of thousands more unregistered migrants from its neighbour, according to the UN High Commissioner for Refugees (UNHCR).AFP PHOTO/A. MAJEED/FILES

دګاردين ورځپاڼې دافغانستان په باب په يوه مقاله کې  دهغو افغان مهاجرينو په باب تمرکز کړى دى چې نوي دپاکستان دفشارونوله امله بيرته افغانستان راستانه شوي دي.

ګاردين دبشرد حقوقو دمدافع سازمان له خولې ليکلي دي  چې دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان عالي کميشنرۍ نه دى توانيدلى چې له افغان مهاجرينو سره  دپاکستان دبد چلند دکمپاين په غندنې سره دهغوى ملاتړ وکړي.

ددغه کمپاين په نتيجه کې  په زرګونو تنه افغانان يا په خپله   له پاکستان څخه وتلي دي اويا دا چې  ايستل شوي دي.

دبشر د حقوقو  دمدافع ډلې  دڅرګندونوله مخې ؛ دپاکستان حکومت تيرکال   په افغان  مهاجرينو دفشار په زياتوالي سره لارښوونه وکړه چې له دغه هېواد څخه دې ووځي.

دپاکستان دفشارونوپه نتيجه کې له تير دوبي څخه تراوسه پورې  څه ناڅه شپږ سوه زره افغانان له پاکستان څخه وتلو ته اړ  شوي دي.

ګاردين ليکي ؛ له هغه وخت څخه چې پاکستان دغه اعلام کړى دى ددغه هېواد امنيتي مامورين دافغانانو دکورونوپه لټولو پيل کړى دى.

دګاردين په ليکنه ، دپاکستان  دپوليسو دبدچلند اوپه خپل سر  دنيونو قصې هم اوريدل شوي دي.

ورځپاڼې دغه راز داسې رپوټونه ترلاسه کړي دي  چې دهغو له مخې  زياتې هغه سيمې چې دڅولسيزو لپاره افغانان پکې اوسيدل په ناڅاپي ډول  هغو ته شا کړې ده او ددوى دکورونو قراردادونه يې فسخه کړي دي.