خبرهای خارجی

يوې  زلزلې  د ايران شمال ختيځې سيمې  ولړځولې

 خبري سرچينو د ايران په شمال  ختيځو سيمواو مشهدښار ته  څيرمه  د زلزلې خبردارى ورکړى دى .

دامريکا دځمکې پيژندنې دڅيړنې مرکز ددغې زلزلې سختوالى  دريکټر په مقياس شپږ اعشاريه يوه درجه او مرکز يې د مشهد ښارجنوب ختيځ په شپږ اوويا کيلومترۍ واټن کې د لسو متروپه ژوروالي کې  خبر  ورکړى دى.

دولتي ټلويزيون هم ويلي دي چې دغه زلزله په سيمه ييز وخت دسهار په لسو بجواوڅلويښتو دقيقو دخراسان رضوي ولايت په سفيدسنګ کې شوې ده او د     د غې زلزلې له امله دمشهد ښار او شاوخوا سيمو کې  ټيلفوني اړيګې  ګډې وډې شوې دي او دغه راز ددغې زلزلې له امله دخراسان رضوي څو کلي هم ويجاړ شوي دي.

خبرځايونو ددغې زلزلې  له امله ددوو تنو دوژل کيدو او دڅلورو تنو نورو دټپي کيدو خبر ورکړى دى.

دميزان خبرځاى هم دمرستې رسولو دسازمانونو له خولې ليکلي دي چې ددغې زلزلې په مرکز کې  په سلو کې له شپيتو ترسلو پورې ودانۍ ويجاړې شوې دي او دخراسان رضوي  ولايتي روغتون دتيارسي په  حال کې دي

د يوبل خبر له مخې: د نورو زلزلو د رامنځته  کيدو احتمال هم  شته .

ددغې زلزلې له  امله د رامنځته شويو احتمالي زيانونو په باب کوم خبر نه دى    ورکړى شوى.

نظر بدهید