خبرهای داخلی

ولسمشر غني د کابل پروني بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

د ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر له قوله لیکلي چې د دې جنایت عاملان به په هیڅ ځای کې خوندي پاتې نه شي.

د خپرې شوې اعلامیې له مخې جمهور رییس غني اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له ټولو امکاناتو څخه د ټپیانو د ښې درملنې لپاره استفاده وکړي او په دې برخه کې هیڅ ډول هڅې درېغ نه کړي.

دوه ځانمرګي بريدونه پرون مازيګر  دملي امنيت پنځم رياست  او دملي شورا ټلويزيون ته څيرمه  ترسره شول .  ديوشمير رسنيو او دعيني شاهدانو  د څرګندونوله مخې  په دې بريدونو کې پنځه ويشت تنه شهيدان او يوشمير نور  ټپيان شوي دي .

 ويل کيږي  په ټپيانو کې دملي شورا  يوغړى هم شامل دى .