چهره ها

محمد ايوب خان د افغانستان د تاریخ یو پیاوړی مبارز

د ميوند زمرى سردار محمد ايوب خان د ارواښاد امير شيرعلي خان زوى دئ، مور يې د ننگرهار د سعادت خان مومند لور وه.
کله چي انگرېزانو پر لوى افغانستان باندي ښکېلا کي تېرى وکړ، هغه مهال واک د امير شير علي خان د بل زوى امير ياقوب خان په لاس کښي و.
انگرېزانو چي د کابل او کندهار سيمي يې نيولې وې، ياقوب خان د گندمک بې ننگه او د ولس نامنلې او لعنتي تړون د انگرېزي د سفير پېري لوييس ناپيليون کيوناري سره لاسليک کړی وو، ځکه نو په ټول هيواد کښي پرگنې راوپارېدلې او لوى پاڅون پيل شو.
د انگرېزانو سفير کيوناري د کابل په بالا حصار کښي ووژل سؤ او انگرېزانو يې په بدل کښي د کرمي، خيبر او کندهار له لارو پر لوى افغانستان باندي بريدونه او يرغلونه وکړل او ياقوب خان يې په لوگر کښي ونيوئ او برتانوي هيند ته يې واستاو.
دا مهال سردار ايوب خان د هرات والي ؤ، يو لوى لښکر يې جوړ کړ او د انگرېزانو په ضد يې امير عبدالرحمن خان ته هم د جنگ بلنه ور کړه چي په گډه بهرنیان له هيواده څخه وشړي، مگر امير عبدالرحمن خان ونه منله، خو سردار ايوب خان تر خپلې مشرۍ لاندې د هرات، فراه، کندهار، ارغستان او گرشک له پرگنو څخه يو ١٢٠٠ کسيزه لښکر جوړ کړ،چي پخپلو وطني او ساده گوټو درستو باندي سمبال ول په ميوند کښي د انگرېزانو د لوى لښکر سره چي شمېر يې ١٥٦٨٦ تنه ؤ، ٥٧٦ پياده، ١٥٨ سپارۀ، ١٨٩ توپونه ور سره ول او مشرتوب یې کيوري ، مالکمسن او گلبرت کوله په جنگ سره وموښتل. په پيل کښي د انگرېزانو ٦٠٠ پياده گان له جنگه وتښتېدل، انگرېزانو ځانونه کمزوري وليدل او په مخابره کښي يې له کابله د نورو سرتيرو غوښتنه وکړله چي ډير ژر يې تازه دمه لښکر مرستي ته راورسېدل.
ټکنده غرمه وه او جنگ لاس په لستوڼي پيل سؤ،افغاني سرتيري چي ډير ستړي سوي ول لږ څه تر شا سول، خو پدې ترڅ کښي د يوې پېغلي ملکوتي شانته ږغ را اوچت سؤ:

که په ميوند کښي شهيد نه سوې
خداى ږو لاليه بې ننگۍ ته دي ساتينه

خال به د يار په وينو کښېږدم
چي په باغچه کښي گل گلاب وشرموينه

تۀ په ميوند کښي ځان شهيد کړه
زۀ به سور شال ستا پر زيارت وغوړومه

د دې لنډيو په اورېدلو سره سرتيرو بيرته ساه واخيستله او لاس په لستوڼي جنگ ته ور گډ سول، تر مازيگره پوري جنگ خورا په خرپه روان ؤ او تر لمر لوېدلو پوري افغانانو جنگ وگاټۀ او انگرېزانو ډيره شرمېدلې ماته وخوړله.کله چي سردار ايوب خان د شهيدانو د ښخولو کړاندي(مراسم) تر سره کول که گوري، چي يوه پېغله بي بي چي د اوبو ژى او افغاني بيرغ ور سره ؤ، په وينو کښي لژند د جنگ په ميدان کښي مړه پرته ده.
سردار ايوب خان وپوښتل چي دا بي بي څوک ده، کليوالو ور ته وويل چي دا په کشک نخود کښي د يوه اوښبه لورده، چي بيا د ميوند د شهيدانو څنگ ته په ډيره درناوي سره ښخه سوله .
پدې جنگ کښي د انگرېزانو ٢٠١ آسان،٥٨٧ اوښان،٦٧٦ يابوگان،٥٥٣ غاتري يې له منځه ولاړلې،،٢١ لوړ رتبه افسران،٨٥ تنه ټپيان،١٧٥٥ لښکريان مړۀ او ٣٠٢ زخميان سول،١٠٠٠توپونه يې وران سول،٧٠٠ کريچونه يې مات سول،بې شمېره د توپونو گولۍ ځيني پاته سولې.
د نوموړي جنگ لگښت انگرېزانو ته په ٩١ ميليونه او ٥٠٠٠ پاونډه باندي تمام سؤ.
د ميوند زمرى(رشتيانى شير)د ١٩١٤ (عيسوي)کال د اپريل د مياشتي پر ١٧ نېټه د ٥٧ کالو په منگ په لاهور کښي مړ سؤ او د خپل وصيت سره سم په پېښور کښي د سيد حبيب په هديره کښي خاورو ته وسپارل سؤ.
پښتنه اروا دې ښاده وي.
لیکوال: ل ب