خبرهای داخلی فرهنگ و هنر

محمد اشرف غني: د استاد مجروح پيغامونه  کيداى شي د استبداد له مفکورې سره په مبارزه کې زموږ د لارې ډيوه وي

د (هېواد د مشهور اکاډميک او پوه شخصيت پوهاند ډاکترسيد بهاءالدين مجروح  ادبي  او فلسفي  مفکورې)  د هغه علمي او څيړنيز سيمينار عنوان و چې پرون په کابل پوهنتون کې جوړ شو .

پوهاند ډاکترسيد بهاءالدين مجروح د افغانستان مشهور فيلسوف، سياستوال، اديب او ټولنپوه دى چې د خپل عمر په اوږدوکې يې ستر خدمتونه وکړل او په پاى کې د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا په پيښور ښارکې شهيد کړى شو.

 په همدې مناسبت په هغه سيمينارکې چې د کابينې د يوشمېر وزيرانو، د جمهوري رياست د فرهنګي سلاکار، پوهانو او د کابل پوهنتون د استادانو او محصلانو  په ګډون  جوړ شو، لومړى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني ويډيويي پيغام خپور شو چې په هغه کې د دغه سيمينار  له جوړونکوڅخه په قدردانۍ سره د پوهاند مجروح د علمي او فرهنګي شخصيت په باب خبرې وکړې.

د هېواد جمهور رييس په دې پيغام کې وويل: د بهاءالدين مجروح د شخصيت يو خصوصيت دا و چې نه يواځې له غربي علم، فلسفې او حکمت سره معرفت درلود، بلکې د دې ترڅنګ يې د اسلامي او ختيځ تمدن له فرهنګ سره هم  پوره بلدتيا درلود.

د هېواد جمهور رييس  د استاد مجروح پيغامونه د هغه د زمانې د شخصيتونو له پيغامونوسره توپيري وبلل او زياته يې کړه: پوهاند مجروح د استبداد د ماهيت په  باره کې پراخې خبرې کړې دي او له نورو متفکرانو سره په پرتله کې يې په ژوره او هر اړخيزه توګه معرفي کړى دى.

 د هېواد جمهور رييس په دې ويډيويي پيغام کې وويل: د استاد مجروح پيغامونه کيداى شي د استبداد او د ځان غوښتنې د مفکورې پرخلاف مبارزه کې زموږ د لارې ډيوه وي او موږ د هغې له شرڅخه وژغوري .

د لوړو زده کړو وزيرې پوهنوالې ډاکترې فريدې مومند هم پوهاند مجروح د هېواد يوستر شخصيت وباله او زياته يې کړه: د شهيد پوهاند سيد بهاءالدين مجروح افکار، نظريې او فعاليتونه کولى شوو په دريو مهمو ادبي، فلسفي او سياسي اړخونوکې خلاصه کړو. د دغه  څو اړخيز  شخصيت هر اړخ په ځان پورې مخصوص کوايف او معاني لري چې سخته ده سارى يې پيداکړو.

دغه راز  د کابل پوهنتون رييس او د لوړو زده کړو په چاروکې د جمهوري رياست سلاکار وزير پوهنيار حميدالله فاروقي د دغه سيمينار د جوړولو د موخې او د پوهاند مجروح د علمي او فلسفي شخصيت په اړوند وويل: کابل پوهنتون د هېواد د ډير ستر اکاډميک بنسټ په توګه د دې هېواد د ميړنيو د ستر تفکر او مفکورې په باب د ټولنې او د ځوان نسل د پوهاوي په لاره کې د هېواد اکاډميکو شخصيتونو په وړاندې د مسووليت د ادا کولو په موخه دوه ورځنى سيمينار جوړ کړ .

 دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري،  شهيد مجروح يې افغان فيلسوف او د پيړۍ غږ وباله او ويې ويل: دى محصلانو ته د لوست ورکولو په بهيرکې د يو هېوادپال لارښود په توګه و او په لوست ورکولو او د خپلو ارزښتناکو فلسفي آثارو په تاليف او چاپولوسره يې ځوان نسل وروزه.

 دغه راز پوهندوى بريالى باجوړي د استاد مجروح  د کورنۍ په استازيتوب، د ټولنيزو علومو د پوهنځي د فلسفې ديپارتمنت آمر پوهاند احمد ضيا نيکبين  د پوهاند مجروح د ارزښتناکو فلسفي آثارو او خدمتونو په باب او  پوهاند مجاور احمد زيار د استاد مجروح د علمي، ادبي او فلسفي شخصيت په باره کې خبرې وکړې .

  ټاکل شوې ده نن هم د علمي غونډو په ترڅ کې د پوهانو او د تحصيلي بنسټونو د استادانو له خوا د شهيد پوهاند ډاکتر سيد بهاءالدين مجروح د مفکورو او آثارو په باب علمي خبرې وشي.

۱ نظر

  • دافغانستان د ملی راډیو تلویزیون دویب سایټ محترمو چلونکو دپام وړ: دشهید پوها ند ډاکټر سید بهاالدین ( مجروح ) په هکله مو چه څه خپاره کړی فکر کوم دغه تصویر اشبآه خپورشوی ځکه چه دغه خپور شوی تصویر دشهید بهاالدین ( مجروح ) دمرحوم پلار سید شمس الدین (مجروح ) تصویردی هیله مند یم چه ستا سو په چارو کښی می مدا خله نوی کړی په درنښت ( بشیر )