خبرهای داخلی

محمداشرف غني :  په نظام کې دبنسټيزو اصلاحاتو په رامنځته کولو ژمن يو

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  نن په يوه خبري غونډه کې دمنځني اسيا دريو هېوادونوته دخپل سفر دنتيجو په باب معلومات ورکړل .

 جمهور رييس غني په دې خبري غونډه کې وويل چې دمنځني اسيا له هېوادونو سره دافغانستان اقتصادي اوسياسي اړيکې دودې په حال کې دى او اوس تاجکستان ، ترکمنستان ،  ازبکستان ، قزاقستان  دافغانستان ښه تجارتي  شريکان او متحدين دي .

 ده دافغانستان او دمنځني اسيا دهېوادونو ترمنځ داړيکو دلاپراختيا يادونه وکړه .

 محمد اشرف غني په دې خبري غونډه کې وويل چې تر راتلونکو شپږو مياشتو کې به په کابينه کې دسرپرستي ستونزه حل شي .

 ده دغه راز دافغانستان په نظام  کې داصلاحاتو ژمنه وکړه داسې اصلاحات  چې جرړې ولري او دبدلون وړنه وي .

 جمهور رييس  غني په دې خبري غونډه کې دپاکستان د صدراعظم  نوازشريف  دوروستي  کتنې په باب وويل چې دپاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې  يواځې داقتصادي  مسئلو په باب  خبرې شوي دي .

نظر بدهید