خبرهای خارجی

عربستان ته د امريکا د نوي جمهور رئيس نږدې راتلوونکى سفر

ټاکل شوې د امريکا د متحده ايالاتو جمهور رئيس دونالدترامپ ډير ژر سعودي عربستان ته سفر وکړي او د عربستان له باچا او د خليج د عربي هېوادونو او دغه راز د عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو سره به ليده کاته  وکړي.

په خبرونوکې ويل شوي دي چې له عربستان څخه د ترامپ د ليدنې په بهيرکې به د عربستان له حکومت سره د ميلياردونو ډالرو په ارزښت د امريکايي تسليحاتو قردادونه لاسليک کړي.

په خبرکې ويل شوي دي چې د عربستان باچا، د اوولسو اسلامي او عربي هېوادونو مشرانو ته بلنه ورکړې ده، ترڅو د عربستان پايتخت رياض ښار ته سفر وکړي  او د امريکا له جمهور رئيس سره وګوري .

د عربي رسنيو د خبر له مخې:

د عربستان د بهرنيو چارو وزارت په خپلې ټولنيزې تويتري رسنۍ کې ددغه  خبر په اعلامولو سره زياته کړې ده چې د عربستان باچا د اوولسو مسلمانو هېوادونو له هغه جملې څخه د عربي متحده اماراتو امير، د بنګله ديش صدر اعظم، د ترکيې جمهور رئيس او د پاکستان صدر اعظم ته بلنه ورکړې ده چې په رياض ښارکې له دونالدترامپ سره وګوري  .

سپينې ماڼۍ تېره اوونۍ اعلام وکړچې د امريکا جمهور رئيس دونالد ترامپ به ډير ژر عربستان، اسرائيلو او ايټاليا ته سفر وکړي

نظر بدهید