موسیقی

عبیدالله کندهاری د کندهار ولسي سندرغاړی

عبيد الله جان کندهاری چې په  عبيد الله جان مشهور دی د افغانستان له پېژندل شویو پخوانیو سندرغاړو څخه شمېرل کېده.

مرحوم عبید الله جان  په زرگونو سندرې يې ويلي او لا يې هم ځينې سندرې ثبت شوي نه دي.

عبيدالله جان کندهاری د محمد انور زوی دی، چي د (١٣٣٠) هجري شمسي کال د غويي يا ثور پر (۱۵) يې د کندهار د لومړۍ ناحيې د جادې په سيمه کې دې نړۍ ته سترگي پرانيستې وې .نوموړي د سلېمانخېلو په ټبر پوري اړه درلوده. اوڅلور وروڼه يې درلودل. که څه هم نوموړی په (۱۰) کلنۍ کي د يوه بوټ ساز شاگرد وو، خو د نوموړي خوږ غږ ددې لامل شوی وو، چي نوموړی به تر ډيره بريده په زياتو محلفونو او کليوالي بانډارونو کي ليدل کېده. عبيد الله جان کندهاری د افغانستان ترڅنگ په پاکستان کويټه کښي هم زيات شهرت او مينه وال لرل. نوموړي به زيات وخت د وتلي او نامتو شاعر سيد عبدالخالق صادق شعرونه په سندرو کښي ويل، چي تراوسه يې هم ياد په ټول افغانستان کې ژوندی پاتې دی. عبيدالله جان کندهاری د ١٣٥٩هجري شمسي کال د کب يا حوت په (۶مه) نیټه د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.

د عبید الله جان کندهاري مشهوري سندرې دا دي:

۱: زه د هغو نه یم چې د نورو دې غلام شمه.

۲: محبوبې نازنینې مخ لوڅ کړه…. .

۳: ښایست دې په ګلشن او لالا زار اور لګوي.

۴: سلام ته به یې ورځمه.