اسلامی

د کورنۍ تاسیس او د هغې ساتنه

دوهمه برخه

له بقا‌‌ء سره د انسان مینه:

۳- پاک خدای انسان د دنیا د ژوندانه په تامین کښې او په هغو وظائفو باندې یې قیام چې په ژوندانه کې ده ته ور سپارل شوي دي داسې پیدا کړي دي چې خپل فطرت تقاضا د ازدواج او واده په وسیله تنظیم کاندي تر څو چې د دغه فطرت د تقاضا په اجابت کې د حیوانیت له ورشو نه پورته شي نو د هغه په څنګ کې یې د هغه په طبع کې د بقا مینه هم امانت ايښې ده او دا هم ثابته ده چې انسان په خپل ذات بقا نشي کړی او فاني کېږي، نو د انسان د بقا یوازنۍ لاره داده چې د توالد او تناسل په وسیله د انسانیت بقا خوندي کړي، ځکه چې هر څوک د سر په سترګو ویني چې ژوندي شیان یو له بل پسې مري او فنا کېږي او الهي وضع هم په همدې توګه روانه ده نو یوازنۍ لاره چې د ده د بقا‌ء تضمین کوي او ذکر یې باقي پرېږدي د نسل توالد او تناسل سلسله ده چې نوم یې د ژوندی ساتي نو له همدې کبله د ازدواج له لارې د بشري فطرت تنظیم چې د نسب د سلسلې مثبت دی یو لازمی او حتمي امر ګڼل کېږي چې باید انسان د هغه څه په حصول کې خپل مساعي په کار واچوي چې د ده په خټه کې ايښودل شوې ده او له  خپلې بقا سره له مینې درلو دلو عبادت دي، هغه بقا او استمرار چې په خپل نسل، زامنو، لمسیانو او کړوسیانو کې یې ګوري.

 ښایي چې له واضح ترینو عواملو چې انسان ازدواج ته اړ کوي او د فطرت تنظیم ته یې را بولي همدغه مسئله اوسي لکه چې قران کریم فرمایي«والله جعل لکم من انفسکم ازواجا و جعل لکم من ازواجکم بنین و حفدة و رزقکم من الطیبات»1 یعنې پاک خدای ستاسې له جنس نه ښځې او جوړه درته پیدا کړي دي او ستاسې له ښځو نه یې ستاسې اولادونه او لمسیان در په برخه کړي دي چې د نسل د بقا سبب ګرځي او پاکه روزي یې در کړې ده چې د شخص د بقا سبب ګرځي.

زموږ لپاره کافي ده چې له دې نه انتبا‌‌ه واخلو چې پاک خدای زموږ ماینې او هغه څه چې له ماینو نه زمونږ په برخه کېږي چې عبارت دي له اولاد څخه دی او پاکیزه روزي په یوه ردیف کې ذکر کړې ده او د خدای دغه صنعه مونږ پوهوي چې ښځو او د هغو مېوو او د ازدواج تنظیم ته زمونږ اړتیا تر هغې نه کمه نه ده چې د خپلې بقا د پاره یې ارتزاقي موادو ته لرو چې زمونږ فردي بقا ساتي او له ضعف او انحلال نه نجات راکوي.

نو په دې صورت کې چې انسان پخپله بقا کې اولاد او احفادو ته اړ دي او واده یوازنۍ وسیله ده چې انسان د اولاد او زوزات خاوند ګرځوي نو دې په خپل قلبي راحت او د زړه په تسکین کې چې تل یې په غم او ښادۍ، سختي او اسانۍ کې بار او مدد ګار وي له دغو اولادونو نه چې د زړه له ارام تیا او د نفس له اطمینان نه پرته خوند نشي ترې اخستی ښځې ته ډېر محتاج او اړدي او همدې ته د خدای فرموده اشاره کوي« و من آینه ان خلق لکم من انفسکم از واجا لتسکنوا الیها و جعل بینکم مودة و رحمة»۲ یعنې او د پاک خدای د مراحمو له علامو څخه یوه هم داده چې ستاسې له پاره یې ستاسې له جنس نه ښځې او جوړې پیدا کړي دي تر څو چې ستاسې د زړونو د تسکین وسیله شي او تاسې هغه ته مایل اوسي او ستاسې تر منځ مینه او محبت، رحمت او شفقت اچولی دی.

او ښایي هر هغه څه چې مونږ د ازدواج د نمراتو په باره کې د بقا او مینې له دواړو اړخونو نه بیان کړل عینا د سترګو هغه روښنائي وي کومه چې پاک خدای د خپلو مقربو بندګانو ژبې د هغې په غوښتنه ګویا کړي او تمنايې کوي«والذین یقولون ربنا هب لنا من ازواجنا و ذریاتنا قرة اعین»۳ یعنې او د خدای هغه مقرب بندګان چې وایي اې زمونږ پروردګاره مونږ ته هغه ښځې او اولادونه راپه برخه کړه چې له لیدو مو سترګې سړې او روښانه شي.

او د زکریا له دعا نه اولاد ته د انسان د حرص او له هغو سره د علاقې اندازه لګېدی شي«انی وهن العظم منی واشتعل الراس شیبا و لم اکن بدعائک رب شقیا، و انی خفت الموالی من ورائی و کانت امرتی عاقرا فهب لی من لدنک ولیا یرثنی و یرث من ال یعقوب وا جعله رب رضیا»یعنې اې زما پروردګاره بې شکه زما هډوکي ضعیف شوي او په سر کې مې د زړښت سپين وېښتان برېښي او هيڅکه مې دعا ستا د رحمت او کرم له دربار نه به ناامیدۍ رد شوې نه ده او هر وخت دې د خپل لطف او کرم له مخې زما دعا منلې ده نو دغه دعا هم د خپل لطف له مخې قبوله کړه، زه له خپلو بېرته پاته کسانو وېرېږم چې مبادا منحرف شی او هغه روحي او دیني ثروت برباد نکړي کوم چې د یعقوب اولادې ته په میراث سرېدلي دي او ښځه مې هم شنډه ده نو پر خپل لطف یو زوی را کړه چې زما او زما د آباؤ او اجدادو د مسند او دیني او روحاني خزانو وارث شي او داسې ښه اخلاق ورپه برخه کړه چې ستا غوره او د قبول مورد وي.