خبرهای داخلی

د کندهار په ولایت مقام کي دوو چاودنو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

چاودنې بیګاه ماخستن څه کم ۷ بجې د ميلمستون په کوچونو کي د چاودېدونکو توکو د انفجار له امله رامنځ ته شوي،چي د کندهاروالي ډاکتر محمد همايون عزیزي،مرستيال والي عبدالعلي شمسي،په ګډون یو شمېر لوړپوړي ډيپلوماتان هم ټپيان شوي دي د کندهار امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق وايي د چاودني له امله یولس تنه بهرني کسان وژل شوي دي او تر دې شمېر زیات نور ټپیان شوي دي.

هغه وایي په وژل سویو کي بهرني عربي دیپلوماتان هم شامل دي.

د پيښي ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي .