موسیقی

د پښتو ژبې تکړه ولسي سندرغاړی خیر محمد خندان

خیرمحمد خندان  د پښتو ژبې تکړه ولسي سندرغاړی د د پکیتا د څمکنیو ولسوالۍ د

پړوخېلو په سیمه کې زیږیدلی.

آرواښاد خندان له ۱۳۴۷ لمریز کال راهیسې د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې سندرې ویلې او تر ۲۰۰ ډېرې ولسي او حماسي سندرې يې ریکاډ کړي دي.

د خیرمحمد خندان له خوا ویل شوې ولسي سندرې ډېرو سندرغاړو له نوې موسیقۍ سره هم ویلي دي.
خیرمحمد خندان یو داسې ملي، حماسي او ولسي سندرغاړی وو، چې د لويې پکتیا د هجرو، اتڼونو، ودونو، خوښیو او غمونو ډیری سندرې يې راټولې کړې وې، څه يې په ملي راډیو کې ریکارډ کړې وې، څه يې په محفلونو، مجلسونو، جشنونو، د نوي کال په ورځو او اخترونو کې ویلې وې، د خیرمحمد خندان مړینه د پښتون قوم هنر او فرهنګ ته ډېره لویه ضایع ده او دا مهال بل داسې څوک نشته، چې د غرنیو سندرو د دې پاچا، د ملي او حماسي طرز، رنګ، غږ او ولسي محبوبیت ځای ونیسي.

د افغانستان مشهور سندرغاړي فرهاد دریا، صدیق شباب او د کوزې پښتونخوا زیک اپریدي او نورو هنرمندانو د خیرمحمد خندان ولسي سندرو او طرزونو ته په نوې موسیقۍ کې نوی سینګار ورکړی دی.

خیرمحمد خندان د هېواده بهر منځنۍ او جنوبي اسیا، خلیج او اروپايي هېوادونو ته هنري سفرونه کړي دي، په هغه سندرو سربیره چې په ودونو، د خوښۍ په محفلونو او جشنونو کې ویلې دي، د سندرو څلويښت کسیټونه او البومونه يې مارکېټ ته راوتلي دي.

خیرمحمد خندان چې کله له خپلې میرمنې سره یو ځای د حج فریضه ادا کړه، نو یې هغه څڼې چې څلوېښت کاله يې د ملي اتڼ له پاره ساتلې وې، د حج د فریضې له پاره وخرېیلې او په لومړي ځل يې ږیره پرېښوده.

.تکړه ولسي سندرغاړی  ۶۷ کاله عمر وکړ.او له ۶۷ کالو عمر ورسته په پېښور کې په یوه روغتون کې له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

نظر بدهید