موسیقی

د پښتو وتلی سندرغاړی هارون پاچا

د پښتو ژبې نامتو سندرغاړی هارون پاچا په ۱۹۷۲ کې د جولای په ۲۰مه د د خيبر-پښتونخوا د  صوابۍ په پنج پير کلي کې زېږېدلى دى.

نوموړی اوس له هېواد بهر په چک هېواد کې اوسېږي.

هارون پاچا خپلې لومړنۍ زده کړې يې د پنج پير په دولتي ښوونځي ، منځنۍ زده کړې يې د لسم ټولگي پورې د پېښور لومړني ۱ـ شمېرې لېسې او لوړې زده کړې د F.S.C او لسانس درجو پورې په کال ۱۹۹۲م زېږدي کې په اډوارډز کالج پېښور کې بشپړې کړې.

په ۱۹۹۴م زېږدي کې خپله ماسټري د تولنپوهنې په برخه کې د پېښور پوهنتون کې ترلاسه کړه.

هارون باچا هم لکه د نورو افغان ، پښتنو سندرغاړو په شان د سندرو په له دورېزې موسیقۍ وکړ. ، په لومړي سر کې يې د دود له مخې کورنۍ لخوا د قرات اجازه ورکړل شوه بيا يې چې د هغه استعداد وليد د سندرو ويلو اجازه بشپړه ورکړه. هارون باچا د هغه وخت د پېښور څانگې ټلويزيون پي ټي وي ته مشهوره لوبگر پروفيسر ضيا القمر ورواسته او د هغه له لومړني سندريزې ټولگې (د رنگونو ماښام ) څخه سندرې ووېلې.. هارون هغه وخت مشهور شو، چې کله په لومړي ځل د لنډيو (ټپو) په يوې بې جوړې نوي طرز (اول به کله- کله غم و…) سندرې پیل وکړ . نوموړي پښتو ټپو ته نوی غږيز طرز او خوند ورکړ . همدارنگه يې لنډۍ په مختلفو کمپوزونو ويلې دي. په دې برخه کې يې نوښت د ولسونو لخوا پښتونخوا ،افغانستان او هند کې ډېر وستايل شو. سندره له پښتو نه هندي ژبې ته پخپل طرز ورننوته او د هندي سندريزې ژبې ځان کې ونغاړله . دغه سندره يې د دوهم سندريز البم (غنچکونه) څخه ده چې په کال ۱۹۹۶م زېږدي کې بشپړ شو. هارون باچا د پیر سره سم سندريزه بدلونونه ازمويلي دي او نه يوازې دا چې ولسي سندرې يې هوبه هو ويلې دي بلکه ځانته يې د غزل په ډگر کې ځانگړی ځېل پنځولی او ولسي بدلې ، چاربيتې ، ټپې ، لنډۍ ، او داسې نورو يې ډېر ځوان سندرغاړي په سندرو راوستلي . نوموړی د پښتو تکړه غزلبول خيال محمد څخه په سندريز ډگر کې اغېزمن شوی او د هندي » اوردو ژبې غزلبولانو لکه استاد غلام علي ، مهدي حسن ، جگجيت سنگ، آشابوسلې ، لتا او داسې نورو مينه وال دی . هارون باچا د شعر په غوراوي کې د پښتو ادب په پخوانيو او اوسينيو نوموتو شاعرانو کې د پښتونخوا له اړخه ډېرو شاعرانو شعرونه په سندرو کې کارولي همدا رنگه د غني خان ، رحمت شاه سايل ، ډاکټر اسرار ، شمس القمراندېش ، صاحب شاه صابر، عزيز منيروال، منير حمزه خان شينواري شعرونه د يادولو وړ دي ، د لوی افغانستان د ادب ځلانده ستورو لکه د خوشال خان خټک ، او رحمان بابا شعرونه يې هم سندريز کړي . د هارون باچا له خولې چې وايي ٫٫سندرو په جوړولو کې ورسره صاحب گل مرسته کړې او ډېر څه يې ورڅخه زده کړي ٬٬

هارون پاچا ډېرې سندرې ویلې دې چې د څو البمونو نومونه یې د نمونې په توګه ر ااخلم:

  1. د رنگونو ماښام (مجلسي) (۱۹۹۶ز)
  2. غنچکونه (۱۹۹۶ز)
  3. پرخه په لمبو کې (۲۰۰۳ز)
  4. ياقربان()
  5. ولولې ()
  6. نظرمات ()
  7. چورلکونه ()
  8. قدمونه ()
  9. تماشې ()
  • لاله زار ()
  • درمان (۲۰۱۲ز)
  • نوې مجلسي سندرې (۲۰۱۲م.ز)
  • نوې مجلسي سندرې (۲۰۱۳م.ز)
  1. ولس جانان کړه(۲۰۱۳م.ز)