خبرهای ورزشی ورزش

د هېواد د باسکیټ بال تکړه لوبغاړی او روزونکی عبيد الله ارغنديوال

د باسکيټ بال دا پیاوړی لوبغادی په کال ۱۳۵۱ په کابل کې زېږېدلی.

له کوچنیوالي یې له لوبو سره شوق وو، چې رالوی شو نو د ښوونځي له درسونو سره سره یې ورزش هم کاوه.

ورو ورو یې له ورزش سره مينه زیاتېده.

په کورنۍ کې یې کاکا او ورور د باسکیټ بال د لوبې لوبغاړي او شایقین وو.

د کاکا او ورور د باسکیټ بال له لوبې سره مېنې پر ارغنديوال هم تاثير وکړ.

له درسونو سره سره یې د باسکیټ بال لوبه هم کوله، کاکا او ورور یې چې د باسکيټ بال سره د ده شوق او وړتیا ته متوجه شو نو یې تشویق کړ.

ښاغلی ارغندیوال له هغو کوتو په شمېر لوبغاړو نه  دی چې خپلې زده کړې یې تر لسانس پورې رسولي، نوموړي په کابل پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځی ولوست.

ښاغلی ارغندیوال که څه هم اقتصاد کې لسانس تر درجې پورې زده کړې وکړي خو د باسکیټ بال مېنې او د کورنۍ تشویق د لوبو میدان ته راکش کړ.

نوموړی په کال ۱۳۶۲ کې د باسکیټ بال ملي لوبډلې غړی شو.

عبيد الله ارغنديوال تر اوسه ۴۵۰ داخلي او ۲۲ بهرنیو لوبو کې برخه اخېتسې.

اوس مهال نوموړی د باسکیټ بال د لوبې روزونکی دی.