خبرهای خارجی

د هند پوليس د هغې نجلۍ دکورنۍ په لټه کې دي چې له بيزوګانو سره ژوندکاوه

  د هند په شمال کې پوليس د بې درکه شويو ماشومانو د لست په څيړنې سره هلې ځلې  کوي دهغې نجلۍ هويت چې ويل شوي دي کلونه کلونه يې له بيزوګانو سره ژوند کړى دى؛ وپيژني او د هغې مور او پلار پيدا کړي .

 دغه نجلۍ چې له اتو څخه تر لسو کلونو پورې عمر لري؛ څو اوونۍ مخکې د اتراپراديش په يوه ځنګل کې موندل شوې ده.

 ډاکتران وايي: له انسانانو سره د اړيکو د ټينګښت وړتيا نه لري او د بيزوګانو په شان چلند کوي.

 د پوليسو يوه جګپوړي مقام سورش ياداو ويلي دي: کله چې پوليس د دغې نجلۍ  د ژغورنې لپاره دې ته ورسيدل؛ متوجه شول چې له بيزوګانو سره په لوبو بوخته ده او د هغوى تقليد کوي .

 ياداو وويل: کله چې پوليسو د دغې نجلۍ د وړلو لپاره هغې ته ورسيدل؛  بيزوګانو په هغوى بريد وکړ .

دغې نجلۍ خبرې نه شو کولاى، خو چيغې يې وهلې او په لاسونو او پښو روانه وه .

 په هندکې زياتره خلک دغه نجلۍ د (ځنګل کتاب) د داستان له شخصيت  (موګلي) سره پرتله کوي.

دغه داستان د بريټانوي ليکوال (روديارد کليپلينګ) له خوا د هغه هلک په باب دى چې له ليوانو سره لوى شوى دى.

نظر بدهید