خبرهای داخلی

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ بېرته د امنیتي ځواکونو له خوا ونيول شوه

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ چې له څه مودې راهیسې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې وه، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نويو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.
د ملي دفاع وزارت مرستيال ویاند جنرال محمد رادمنش وویل: د ناوې ولسوالۍ د شمالي او سویلي سیمو د بشپړې تصفیې په موخه د افغان امنیتي ځواکونو چاڼیزعملیات دوام لري او د ولسوالۍ تر بشپړې تصفیي وروسته به ژوند عادي حالت ته را وګرځي او حکومت به خلکو ته عامه خدمتونو وړاندې کړي.
رادمنش وویل، په ناوې ولسوالۍ کې به ډير ژر ښوونځي او روغتیایي مرکزونه پرانیستل شي، ترڅو خلک زده کړو او روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی پیدا کړي.
جنرال رادمنش همدا راز زیاته کړه چې د امنیتي ځواکونو له خوا د ناوې ولسوالۍ د بېرته نیولو د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نظر بدهید