صحت

د هرات په مرکزي روغتون کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له څرنګوالي څخه شکايت

دهرات ښارپه مرکزي روغتون کې دخلکو او ناروغ لرونکو ستونزې وڅيړل شوې.
د هرات ولايت سرپرست تېره شپه د هرات ښار مرکزي روغتون ته د تلو په ترڅ کې مناسبو روغتيايي خدمتونوته دنه لاسرسي له پلوه دخلکو ستونزې وڅيړلې.
د انصار زون قوماندان او د هرات ولايت سرپرست جنرال محمدجمعه عديل د دغې کتنې په بهيرکې چې د شپې تر نيمايي پورې يې دوام وکړ، له ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکوڅخه وغوښتل چې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي او درملنې په چاروکې د اسانتياوو په خاطر زياتې هلې ځلې وکړي.
دغه راز د هرات د عامې روغتيا رييس ډاکتر تمنا هم له روغتيايي فعاليتونو څخه د ولايت د مقام د سرپرست د څارنې او کتنې له امله قدرداني وکړه.
د ډاکترانو د اتحاديې رييس ډاکتر نثار احمد مصدق هم د يوشمېر روغتيايي ستونزو په بيانولو سره د روغتيايي ستونزو د له منځه وړلو په لاره کې د مسوولينو د هلوځلو غوښتنه وکړه .
د دغې کتنې په بهيرکې د ولايت سرپرست د نسايي او ولادي روغتون او سرويس له موظفو ډاکترانو سره هم خبرې وکړې او د روغتيايي ستونزو د حل کولو او د خلکو د غوښتنو په څيړنه يې ټينګار وکړ.
د دغې کتنې په بهيرکې د روغتيايي برخې د يوشمېر نيمګړتياوې او د روغتيايي خدمتونو د کيفيت له ټيټوالي څخه د خلکو يوشمېر شکايتونه طرحه شول او د هرات ولايت سرپرست د ستونزو په له منځه وړلو ټينګار وکړ.

نظر بدهید