تکنالوژی

د نوي ډیټابیس تنظیمول

Modern interior of server room in datacenter

په تیرو دوه لسیزو کې د ډیټابېس د پروګرامونو په شمیر او اهمیت کې ډیر زیات تغیر لیدل کیږي

ډیټابېس په تقریبي ډول په هره اداره او دفتر کې د ډیټا د ذخیره کولو، اجراَکولو، او د وخت سره سم په هغه کې د تغیر راوستلو لپاره کارول کیږي. د بېلګې په ډول ډیټابېسونه په نني دور کې په تعلیمي او دولتي ادارو کې ، روغتیایي مرکزونو،  سوداګریزو برخو او کتابتونونو کې کارول کیږي  .

ډېټابېسپه ورځني ژوند کې په تنهای ډول، په ډله یزه(ګروپي) توګه او همدا شان په نیټورک کې چې په یوسرور کمپیوټر کې ځای پر ځای شوی وی کارول کیږي او لاس رسی ورته کیږي.

که د ډېټابېس اوسني چټک بدلونونه په پام کې ونیسو نو پوښتنه دا ده چې ایا ډېټابېس پرمختګ کړی او که برعکس په ټپه دریدلی ؟ په ښکاره توګه نه ، ډېټابېس په ۲۰۰۰ میلادي کال کې په مکمله توګه یو رقابتی محیط ته ننوت چې نوموړی رقابت د ډېټابېس اهمیت نور هم پسې زیات کړ او د پام وړ سهولتونه یې رامینځ ته کړل.

اوسني مدیران په زیاته کچه د خپلو کارونو د لا ښه پر مخ بیولو لپاره د ډېټابېس څخه کار اخلي ، پر لیکه سودا ګري (online shopping) چې د ویب پر تیکنالوجی ولاړه او چلیږي د اوسني عصر تر ټولو پر مخ تللې سوداګري ده ان تر دې چې یو سوداګر په ډیره اسانۍ ددنیا له هر ګوټ څخه شیان پیرودلی شي.

نو په همدې اساس تاسو د دې کتاب تر لوستلو وروسته باید د معلوماتي سیستم د مسلکي په توګه وتوانیږي چې دیو ډېټابېس ټول ضرورتونه  په ښه توګه تحلیل او تجزیه کړي او ډیزاین او تطبیق یی سرته ورسوي

ددې کتاب په اوږدو کې به تاسو دډېټابېس له اصلي معنی او مفهوم سره اشنا شئ ، د ډېټابېس د پخوانیو او اوسنیو سیستمونو تر مینځ فرق او اوسنۍ اسانتیاوې او د پخواني فایل سیستم نیمګړتیاوې به وپیژنئ چې بلاخره د اوسني پرمختللیو او نویو ډیټابسونو تهداب یې رامینځ ته کړ.

همد ا شان دا به هم زده کړئ چې د یو ډېټابېس د جوړولو لپاره له کوم ټکي پیل او بیا کوم قدمونه مونږ د پای ټکي ته نږدې کوي.

دډېټابېس اصلی مفهوم او تعریف:

د هغو ترتیب شویو معلوماتو مجموعې ته چې په منطقي ډول یو له بل سره تړلي وي ډېټابېس ویل کیږي.

معلومات (Data): په نتیجوي ډول د ډیټا کلمه هغه حقایقو ته راجع کیږي چې د یو شی او یوې حادثې په اړه وي او همدا شان به کمپیوټر کې د ساتلو او ذخیره کولو وړ وي. د بېلګې په ډول پر لیکه سوداګري ډېټابېسکې نوم ادرس او ګرځنده شمیره یو ډول معلومات دي

اوسني ډیټابسونه ددې برسیره اوازونه ، انځورنه او تصویري اوزونه هم ذخیزه کولای شي چې دا هم یو ډول ډیټا ده

اطلاعات له معلوماتو سره توپیر لري (Data versus information):

اطلاعات او معلومات یو له بل سره ډیر نږدې دي او کله کله یو د بل پر ځای کارول کیږي.

خو دا ښه خبره ده چې اطلاعات او معلومات یو له بل نه فرق او وپیژنو.

معلومات د اطلاعاتو هغه شکل ته ویل کیږي چې یو سلسله مراحل ورباندی طی شوي وي او یو عادي کارونکی ورباندې ښه پوهیدلی شي.

لاندینی شکل د اطلاعاتو یوه بیلګه ده

محمد                 ۱۲۸۷۶

احمد                 ۳۷۶۵۸

محمد عابد          ۸۷۶۵۹

که پورتني لست ته پام وکړو نو وبه لیدل شي چې نومونه او کودونه په کې راټول شوي خو مونږ په دې نه پوهیږو چې دا کودونه څه معنی او د څه لپاره یې ځان سره ساتو خو که په همدې اطلاعاتو یو سلسله مراحل سرته ورسوو نو معلومه به شی چې پورتنی معلومات یو ځانګړی کس ته خاصه معنی لري

د تعریف سره سم ننی ډیټابسونه دواړه اطلاعات او معلومات ذخیره کوي معمولآ اطلاعات د نورو تصمیمونو د نیولو لپاره په ډېټابېس کې ساتل کیږي.

میتا اطلاعات (Metadata):

میتا یوه یوناني مختاړی دی چې یوه کلمه یا لغت د معنی له لحاظه خپل ځان ته راجع کوي. په دې معنی چې اطلاعات د نورواطلاعاتو په باره کې. هغه اطلاعات چې د کارونکی  اطلاعاتو(End-user Data) خصوصیات او ځانګړنې مونږ ته تشریح کړي.

د بیلګې په توګه که د یو کتابتون د کتابونو کتلاګ په پام کې ونیسو نو پوهیږو چې کتلاګ  د یو ځانګړي  کتاب د موقیعت او ماهیت په اړه معلومات په ځان کې لري

چې کتلاګ ته میتا اطلاعات او پخپله کتابتون ته کارونکي اطلاعات ویل کیږي

د کمپیوټر په قاعده جدولونه، کیوریانی، او نور پروګرامونه لکه انټرفیس چې د هغه له لارې ډېټابېس ته معلومات داخیلیږي د میتا اطلاعاتو څخه عبارت دي او کارونکي اطلاعاتو ته ډېټابېس ویل کیږي نو په همدې اساس ډېټابېس له میتا اطلاعاتو سره خورا زیات توپیر لري.

بلاخره یو ډېټابېس ډیزاین کونکی د میتا اطلاعاتو په واسطه پوهیږي چې کوم اطلاعات موجود دي او څه معنی لري.

Database Management System (DBMS): یو ډول پوست کالی دي چې ددی په واسطه یو ډېټابېس جوړولای،ساتلی او بلاخره ډېټابېس ته لاس رسی پیدا کولای شو DBMS برسیره پر دې نور کارونه هم کولای شي لکه ډېټابېس ته د لاس رسي کنټرول ،دډیټا صحت او همدا شان که چېرې په ډېټابېس کې کومه غلطي رامینځ ته کیږي هغه پخواني حالت ته په کوم کې چې ډېټابېس جوړ و وړي.

Data Models: د ډېټابېسد اساسی ماډلونو څخه یو ماډل دی چې د Entities تر مینځ اړیکی په یو ګرافیکی شکل کې ښي

ډیټا ماډلونه په دوه ډوله دي

         ۱.Enterprise Data Model

         ۲. Project Data Model

Enterprise Data Model د هغې ډیټا حدود ټاکي چې د ډېټابېس په واسطه پوښل کیږي

خو Project Data Model دد برعکس په جزییاتو لیکل شوی ماډل دی چې د ډېټابېس د پرمختګ او هغه پورې د تړلو پروګرامونو په جوړولو کې تری کار اخیستل کیږي

 په کاري ساحه کې شخص. ځای، شی، حادثه یا هم نظریه چې یو اداره یې په اړه باید  معلومات راغونډ او له ځان سره وساتي ویل کېږي.Entity:

د بیلګی په توګه پیریدونکی او  دستور(order) یو ډول Entities دی.

اړیکی (Relationships): یو ښه ترتیب شوی ډېټابېس د Entities تر مینځ زیاتی اړیکی لري چې د غوښتنې په وخت کې مطلوب معلومات په اسانۍ سره له ډېټابېس څخه راوستل کیږي .

اړېکې ډیر ډولونه لري چې ډیر معمول یې عبارت دي له : (یو-یو) ، (یو- زیات) او (زیات-زیات) .

که د پیریدونکي او دستور تر مینځ اړیکه په پام کې ونیسو نو وبه لیدل شي چې یو پیریدونکی تنها په یو وخت کې یو یا زیات دستورونه ورکولای شي چې دې ډول اړېکې ته (یو- زیات) ډول اړیکه ویل کیږي

خو که د دستور او تولید تر مینځ اړېکې ته پام وکړو نو معلومیږي چې ډیر دستورنه د یو یا زیاتو تولیداتو لپاره موجودیدلی شي چې دې ډول اړېکې ته (زیات-زیات) ډول اړیکه ویل کیږي.

تړلی یا مرتبط ډیټابېسونه (Relational Database):

دا ډول ډیټابېسونه په حقیقت کې د جدولونو یوه مجموعه ده او د جدولونو تر مینځ موجوده اړېکې نظر ددوی تر مینځ د مشترکې ډیټا پر اساس ښودل کیږي  یا په بل عبارت په تړلو ډیټابسونو کې ډیټا معمولآ په جدولونو کې ښودل کیږي او هغه ډیټا چې ددوه یا زیاتو جدولونو تر مینځ  شریکه وي ددې سبب ګرځي چې دا دوه یا څو جدولونه یو له بل سره وصل کړي.

د ډیټابسونو اوسنياو پخواني سیستمونه یو له بل سره خورا توپیرلري . کله چې په کمپیوټر کې د معلوماتو د ساتلو او ذخیره کیدو نظریه رامینځ ته شوه نو هغه مهال ډېټابېس نه وه د هغه وخت کمپیوټرونه هم د نن په نسبت خورا کمزوری وو او تنها په انجینیري او محاسبوي برخو کې ترې کار اخیستل کېده

خو د وخت په تیریدو له کمپیوټرونو څخه په سوداګرۍ او تجارت کې کار واخیستل شو چې دا وخت دې ته اړتیا پیدا شوه چې کمپیوټرونه باید یو څه معلومات ذخیره، اجراُ،او بیا کتل(retrieve) سرته ورسوی.

د وخت په تیریدو نوموړو سیستومونو وده وکړه او حتی د څو لسیزو وروسته ددوی په ساختمان کې هم تغیر راغی

خو لکه څرنګه چې سوداګرۍ تر پخوا ډیر تغیر وموند او ډیره مغلقه شوه نو دا ښکاره شوه چې پخوانی فایل سیستم یو شمیر نیمګړتیاوی درلودې.

چې په نتیجه کې پخوانی فایل سیستم په اوسني پرمخ تللي ډیتابېس سیستم باندی تعویض شو

خو تاسو باید د پخواني فایل سیستم  سره د لاندیني دوه دلیلونو په اساس اشنايي ولرئ

1-                      پخوانی فایل سیستم اوس مهال په پراخه کچه کارول کیږي په ځانګړی ډول د ډېټابېس د Backup اخیستلو لپاره تری کار اخیستل کیږی

2-                      د پخوانی فایل سیستم په ستونزو او محدودیتونو باندې پوهیدل مونږ ته دا وړتیا راکوي چې د نوي ډېټابېس په جوړولو کې د ددې شان ستونزو له تکرار څخه مخنیوی وکړو

د پخوانی فایل سیستم نیمګړتیاوې :

هغه ډیټابسونه چې د پخواني فایل سیستم پر اساس جوړ شوي نوموړي ډیټابسونه د یوې ادارې د هرې څانګې لپاره په جلا ډول په پام کې نیول شوي

د بیلګی په ډول که  یوې انټرنیټي کمپنۍ (ISP) په پام کې ونیسو نو ددی کمپنی د هری څانګې لپاره لکه د مالي څانګه، اداري څانګه، د بشري منابعو څانګه، د خرڅلاو څانګه ، د انجینیري څانګه او داسې نورو ټولو څانګو ډیټابسونه په جلا توګه ډیزاین شوي.

که د خرڅلاو څانګه یو پیریدونکی پیدا کړي نو باید د هغه پیریدونکي ټول معلومات له ځان سره وساتي او بیا د انجینیري او مالي څانګو په همغږۍ نوموړي پیریدونکي ته انترنیتي خدمتونه ورکړي په داسې حال کې چې انجینیري او مالي څانګې هم دې ته اړتیا لري چې د نوموړی پیریدونکی ټول معلومات له ځان سره وساتي ځکه که چېری نوموړی پیریدونکی په راتلونکي کې له ستونزی سره مخامخېږي نو لږ تر لږه انجینیری باید په دی وپوهیږي چې زما کوم پیریدونکی له کوم ډول ستونزې سره مخامخ دی

او همدا شان مالي څانګه ددې لپاره چې په راتلونکي کې په اسانۍ سره وکولای شي د نوموړي پیریدونکی میاشتني فیس او نوری خدماتی پیسې په خپل وخت له پیریدونکي څخه په لاس راوړي نو ضروري ګني چې د یوپیریدونکي په اړه کافي معلومات له ځان سره ولري

که په عمومی توګه وکتل شي نو دیوه پيریدونکي یوډول معلومات په دریو مختلفو څانګو کې ساتل کیږي چې دغه تکراري ډیټا یو ډول ستونزه ده.

همدا شان که یو ډیزاینر دیوې څانګې دډېټابېس دیو جدول د یو فیلډ اندازه له ۳۰ حرفونو څخه ۴۰ حرفونو ته بدله کړي نو نوموړی ډیزاینر مجبور دی چې دا کار د هرې څانګې په ډیتابس کې په جلا توګه وکړي که د یوی کمپنۍ مختلفې څانګې په مختلفو برخو کې موقیعت ولري نو دا کار ستونزمن او سرته رسول يې وخت ته ضرورت لري. نو نتیجه کیږي چې د هرې څانګې ډیټابسونه یوله بل سره تړلي دي او یوله بل نه مستقل نه دي

له بلی خوا د یو څانګې خلک تنها خپلو فایلونو ته لاس رسی لري او د نوروڅانګو له معلوماتو ډیر کم کولای شي لیدنه وکړي یا معلومات ورسره شریک کړي.

د فایل سیستمونو یوه بله عمده ستونزه دا وه چې که یوه کمپنۍ لس څانګې لرلې نو اړینه وه چې باید لس ځانګړي ډیټابسونه د ضرورت په وخت کې درلودلای.

چې دا کار د وخت ضایع کیدو او د لوړ قیمت د لرلو پر اساس دواړو ډېټابېس ډیزاینر او مطلوب ادارې لپاره یو غټه ستونزه وه

له بلی خوا که د ډیټابسونو او د هغو تخنیکی کسانوشمیر ته چې په نوموړي ډیټابسونو باندی کار کوي پام وکړو نو ښکاره به شي چې نوموړی کار په زیاته اندازه پیسو ته اړتیا لري

ان تری دی که یوه کمپنی په ۱۰۰ کې ۸۰ سلنه خپله بودیجه په دې لاره کې مصرف کړې لا به هم کمه وي.

ددی لپاره چې د پورتنیو نیګړتیاوو مخه ونیسو او تر ډیره حده د غلطیو د واقع کیدو احتمال کم کړو نو لاندی میتود څخه کار اخلو

The Database Approach: په حقیقت کې یو میتود یا لاره ده چې ددی میتود په واسطه د پخوانی فایل سیستم له نیمګړتیاو څخه د نوی سیستم په ډیزاین کې مخنیوی وکړو.

دا میتود د یوې کمپنۍ د ډیټا په یوځایوالي او د کمپنۍ د ټولوڅانګو تر مینځ ډیټا په شریک ایښودلو باندې ټینګار کوي.

دیوې کمپنۍ لپاره ددې میتود پلي کول په کمپنۍ کې اساسي بدلون او قوۍ مدیریت ته اړتیا لرۍ ، سره ددې چې دا کار یوه اندازه ستونزمن دی خو ډیری ادارو اوس دغه بدلون منلی

او د دغه میتود څخه راضي ښکاري.

دا میتود یو لړ فایدې لري چې په لاندی ډول دي :

۱)   پروګرامونه (میتا اطلاعات) له خپله ډېټابېس سره تړلي نه دي بلکې مستقل دي.

۲)   ددې میتود پلي کول په ډېټابېس کې د تکراري ډیټا څخه په زیتا اندازه مخنیوی کوي.

۳)   همدارنګه دا میتود د کمپنۍ په داخلي څانګو  کې دډیټا په شریکولو باندې امر او ټینګار کوي.

۴)   په ډېټابېس کې دتکراري ډيټا کموالی د ډېټابېس د ثبات سبب ګرځي. مثلا که د یو پیریدونکي په اړه معلومات په ټول ډیتابس کې تنها په یو ځای کې ساتل شوي وي نو په ډیره اسانۍ سره کولای شو چې نوموړي پیریدونکي په ډېټابېس کی پیدا کړو ، او که وغواړو چې د نوموړي پیریدونکي ادرس په ډیتابس کې تغیر کړو نو فقط په یو ځای کې تغیر کافی دی چې دا کار د ډېټابېس د ثبات ښکارندوي دی.

۵)   همدا شان دې میتود د ډېټابېس د پرګرامونو د جوړولو بیه او وخت په زیاته اندازه راکم کړی. د بېلګې په ډول که یو ډېټابېس مخکې له مخکې ډیزاین شوی وي او اوس ددې اړتیاوې چې یو ځانګړی پوست کالی(Application) ډیزاین شي. نو ددې کار د سرته رسولو لپاره ضرورت نشته چې یو ډیزاینرد ټول سیستم په طرح او جوړښت باندې فکر وکړي بلکې تنها د مطلوب پوست کالی په جوړولو باندې تاکید کوي.

۶)   د ستندردونو پلي کول:کله چې نوموړی میتود په یوه کمپنۍ کې تطبیق شي نو د ډېټابېس د مدیریت لارې چارې یوې ځانګړې څانګې ته سپارل کیږي چې نوموړې څانګه د ستندردونولکه د قراردادونو جوړول،د ډیټا د کیفیت څخه څارنه، ډېټابېس ته لاس رسی او ډېټابېس ته د لاس رسی کنټرول او په هغه کې د تغیراتود څار دنده پر غاړه لري.

۷)   د اطلاعاتو اصلاح کول: بې کیفیته ډیټا د ډېټابېس په مدیریت ډیره اغیزه کوي او دنني عصر یوه ډیره مهمه موضوع ده . د (TDWI) د انستیتیوت د یوه راپور له مخې امریکا هر کال د بی کیفیته ډیټا له امله ۶۰۰ بیلیونه ډالره توان ګالی. چې پورتني میتود ددی ستونزی د هواری لپاره لاندی دوه لارې وړاندې کړي

  • د ډېټابېس جوړونکی یو لړ قوانین جوړوۍ چې ددئ قوانینو څخه باید سرغړونه ونه شي.
  • ډیټا ډېټابېس ته له داخلیدو مخکی باید یو ځل ګمرک شي او تر کتلو وروسته باید ډېټابېس ته داخله شي.

سره لهدې چې په سوداګریزو چارو کې هر تصمیم له پیسو سره تړلي دي په دې معنی چې د یو شي د لاس ته راوړلو لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو. که پورتني میتود تر ډیره حده ګټور تر سترګو کیږي او ډیرو نیمګړتیاوو ته د حل لارې لري خو تر څنګ یې لګښت ته اړتیا ده .

هغه ډیټابسونه چې د پورتني میتود پر اساس جوړ شوي دي نو یو ډول خاص مسلکي کسانو ته اړتیا لري چې پر نوموړیو ډيټابسونو باندې کار وکړي ، همدارنګه دا ډول ډیټابسونه د قوي او مسلکي مدیرانو له خوا کنترولیږي اودانستالیشن لپاره یې خاص فني نفرو ته ضرورت وي.

له بل پلوه له پخواني فایل سیستم څخه دډيټا تبدیلول یو نوی او پر مختللی سیستم ته هم مالي لګښت ته اړتیا لري

نوی ډيټابېس سیستمونه چې د یوی اداری د ټولو څانګو تر مینځ شریک وي باید همیشه پر لیکه وي ، او داسی اسباب موجود وي چې د هغو په واسطه د سيستم یوه اضافي نسخه په یو بل ځاې کی وساتو که چېری خرابي را مینځ ته کیږی نو وکولای شو د سيستم د اضافی نسخې څخه کار واخلو او د سيستم د له مینځه تللو مخنیوی وکړو

ډیټابسونه په پراخه کچه او پر ځای کې کارول کیږي ډیټابسونه مختلف ډولونه لري، چې په عمومي توګه په پنځه ډوله ده

  • ځانګړي یا شخصي ډیټابسونه(personal Databases) چې په یوه ځانګړي کمپیوټر کې دیوه کس له خوا کارول کیږي.
  • ګروپي ډیټابسونه(Work group Databases) هغه ډله ډیټابسونه دي چې په ګروپی توګه ترې کار اخیستل کیږي لکه یو ګروپ چې معمولآ د کارکونکو شمیره یی ۲۰ کسانوته رسیږي او په یو مشخصه پروژه باندې کار کوي.
  • هغه ډله ډیټابسونه چې په یو څانګه کې ترې کار اخیستل کیږي معمولآ دې ډول ډيټابسونو ته Department/Divisional Databases ویل کیږی څانګه دیوې کمپنۍ هغه کاري برخه ده چې تر ګروپ زیات کسان پکې کار کوي او د کارکونکو شمیره یی له ۲۰- ۱۰۰ پوري رسیږي لکه مالي څانګه، اداري څانګه او داسې نورې .
  • شرکتي ډيټابسونه (Enterprise Databases): دا ډله ډیټابسونه ټوله کمپني پوښي یوه کمپني یا یو شرکت هغه اداره ده چې تر یو زیاتې څانګې لري، د یوې کمپنۍ څانګې د کمپنۍ اصلی کارونه مخ ته بیایي او کمپني حمایت کوي.
  • پرلیکه ډيټابسونه (web enabled Databases): تر ټولو نوی او اخري جوړ شوي ډيټابسونه دي دا ډله ډیټابسونه هغه وخت ډیرعام شول چې انټرنیټ اوسنۍ نړئ وپوښله او سوداګري پر لیکه شوه ، دې ډول ډیټابسونو ته لاس رسی محدود نه دی.