خبرهای داخلی

د ننګر هار په ملي رادیوتلویزیون ډله ییز برید شوی

د ننګر هار په ملي رادیوتلویزیون ډله ییز برید شوی
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګر هار کې افغان چارواکي وایي چې په ملي رادیوتلویزیون ډله ییز برید شوی.

دوی وایې شاوخوا لس بجې درې بریګرو د ملي رادیو تلوېزیون په ودانۍ برید وکړ، چې په پایله کې دوو ځانونو ته چاودنه ورکړه او یو بل ودانۍ ته دننه شو.

د افغان امنتي چاروکو په وینا له څلور ساعته وسله وال مقاومت وروسته امنیتي ځواکونه په دې وتونېدل چې ودانۍ تر خپل کنترول لاندې راولي.

چارواکي وایې چې افغان امنیتي ځوکونه یادې ودانۍ ته ننوتلي او د هغه پاتې مقاومت کوونکي په لټه کې دي چې دننه په ودانۍ کې ده.

ولایتي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایې چې په دې نښته کې دوه تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان دي.

نوموړي وویل برید له غرمې مخکې شوی او ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

په سیمه کې چارواکي وایي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ډېری ملکي وګړي دي.
تر اوسه پورې کوم وسله والې ډلې د یاد برید مسؤلیت نه دی منلي خو په ختیځ ولایت کې تر ډېره طالب وسله وال او د اسلامي دولت پورې اړوند اور پکي فعالیت کوي.