چهره ها

د شکسپیر ژوند لیک او آثار

ویلیام شکسپیر (William Shakespeare) په ۱۵۶۴ زېږدیز کال د اپرېل په ۲۳ مه نېټه د انګلستان په سټراټفورد کې زېږېدلی او د ۱۶۱۶ زېږدیز کال د اپرېل په ۲۳ مه نېټه یې له ډې نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې او جسد یې له مړینې څخه دوه ورځې وروسته د ټرینټي په کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو.

 د یوه شاعر، لیکوال، ادا کار او ډرامه لیکونکي په توګه د شکسپیر شهرت په فرد پورې منحصر دی، ځینې کسان یې د تاریخ ستر ډرامه لیکونکی ګڼي، خو د نوموړي د ژوند حقیقتونه مبهم او نامالوم دي . پلار یې یو صاحب منصب و، چې وروسته له مالي ستونزو سره مخامخ شو او موریې د یوه سیمه ییز بزګر لور وه .

   شکسپیر خپلې زده کړې د سټراټفورد د ګرامر په مدرسه کې پای ته ورسولې او په هغه ځای کې یې د لاتینې ژبې په اړه ډېر ارزښتمن معلومات تر لاسه کړل.

  شکسپیر په ۱۵۸۲ زېږدیز کال د ( Anne Hathaway ) په نامه له یوې نجلۍ سره واده وکړه، چې د واده ثمره یې په کال ۱۵۸۳ ز کې یوه لور او په کال ۱۵۸۵ ز کې یو هلک او یوه نجلۍ، چې دواړه غبرګلوني ول وه. له واده وروسته شکسپر لندن ته لاړ او هلته په یوه نندار تون کې په ادا کارۍ بوخت شو، په هغه ځای کې نوموړي ته د ډرامو د سمون او ایډیت دنده وروسپارل شوه، له دې موقع څخه په ګټه اخیستنې یې خپله هم څو ډرامې ولیکلې، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شوې. ویل کېږي، چې نوموړي له ۱۵۹۲ زېږدیز کال مخکې په لندن کې د ادا کار په توګه کار کاوه.

  شکسپیر په ۱۵۹۴ ز کال د ګوبنویچ په ماڼۍ کې د ملکه الیزابت په وړاندې دوه کومیډي نندارې ترسره کړې او په ۱۵۹۷ ز کې یې (د مینې بې ګټې هڅې) په نامه یې خپله لومړنۍ کومېډي ډرامه د ملکې په وړاندې نندارې ته وړاندې کړه، چې له دې وروسته په پرله پسې توګه به د نوموړي ډرامې د ملکې په ملاتړ د تیاتر صحنې ته راتللې .

   شکسپیر په لومړیو کې ځان تیاتر پورې محدود نه کړ او په ۱۵۹۳ ز کال کې یې د ونوس او ادونیس (Venus and Adonis) تر سر لیک لاندې یوه عشقي افسانه ولیکله او له دې وروسته یې د (The Rape of Lucrese) پیاوړی اثر خپل حامي د ساوت همپتون اشرف زاده ته اهدا کړ او په ۱۵۹۷ ز کال کې یې د دې وړتیا پیدا کړه، چې په سټراټفورد کې ځان ته یو کور واخلي .

  فرانسیس مرس (Francis Meres) د هوښیارۍ په خزانه کې د شکسپیر په اړه وایي : لکه څنګه چې پلاټوس او سنکا (Plautus and Seneca ) د لاتینیانو په منځ کې د کومېډي او تراژیدي له پاره تر ټولو غوره وو، د صحنې پرمخ له دوی څخه هم غوره او ویاړلی دی.

د شکسپر له مړینې وروسته د نوموړي د آثارو کومې ټولګې شتون نه درلوده،  خو په ۱۶۲۳ ز کال د شکسپیر د هیات له غړو څخه د جان همینګز او هنري کاندل په نامه دوه تنو، د شکسپیر د first folio په نامه د ټولو ډرامو اصلاح شوی اثر چاپ کړ .

 شکسپیر ډېر آثار لیکلي دي، چې د یو څو نومونه یې ستاسو لوستونکو په مخکې ږدم :

۱ ـــ رومیو او جولېت

۲ ـــ ونیزي سوداګر

۳ ـــ د دوبي د نیمې شپې خوب

۴ ـــ شپږم هنري

۵ ـــ تایتوس اندرانیکوس

۶ کېنګ جان

۷ ـــ څلورم هنري

۸ ـــ د هېڅ له پاره ډېر شورماشور

۹ ـــ پنځم هنري

۱۰ ـــ آنتونیوس او کلیو پاترا

۱۱ ـــ د ژمي حکایت

۱۲ ـــ اتم هنري

۱۳ ـــ د سرکشه ښځې رام کول .

۱۴ ـــ د مینې بې ګټې هڅه .

۱۵ ـــ توپان .