خبرهای ورزشی

د شپږیزی کرکټ لوبډلي وپلورل شوې

د افغانستان د کورني کرکټ په تاریخ کې په لومړي ځل د شپږیزه کرکټ لیګ لوبډلې د دوا طلبۍ له طریقه په لوړ قیمت وپلورل شوې
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د یوه ځانګړي نوښت له مخې د شپږیزه لیګ د پنځم پړاو سیالۍ ګډونکونکې لوبډلې داو طلبۍ ته وړاندې کړې چې په خورا لوړ ارزښت د افغانستان د ملي او نړیوالو سوداګرو له لوري وپېرل شوې. د داوطلبۍ په مراسمو کې ګڼ شمیر ملي او نړیوالو شرکتونو لیوالتیا ښودلې وه چې له ډلې یې ۲۵ ملي او نړیوالو شرکتونو په غونډه کې ګډون وکړ.
د لوبډلو د داوطلبۍ غونډه د کابل سرینا هوټل د غونډو په تالار کې ترسره شوه. د قران پاک د تلاوت او د ملي سرود په تعقیب د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل خپله وینا واوروله. نوموړي وویل، د ویاړ ځای دی چې دا ځل ملي او نړیوال سوداګر په شپږیزه لیګ کرکټ کې پانګونه کوي. هغه زیاته کړه چې شپږیزه به سږکال د نورو کلونو پرتله له ډیرو رونقونو او نوښتونو ډکه وي. مشعل وویل چې دا ځل به د ملي او نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ نړیوال لوبڅاران او روزونکي هم له بهرنیو هیوادونو راوغواړي.
ورپسې د کور او ښار جوړونې وزیر سید منصور سادات نادري وینا وکړه. نوموړي د کرکټ بورډ او افغان کرکټ ملي لوبډلې د تیرو څلورو میاشتو په لاسته راوړونو رڼا واچوله او خوښي یې وښوده چې د کرکټ ملي لوبډله او د کرکټ اداره په نړیواله کچه او په کور دننه سترې او له ویاړه ډکې لاسته راوړنې لري. نوموړي له ملي سوداګرو مننه وکړه چې د کرکټ بورډ او کرکټ ملي اتلانو د ملاتړ په پار د پانګونې لپاره سره یو ځای شوي دي.
ورپسې د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار او د ولسي جرګې غړي عبدالقادر ځاځي ویناوې وکړې او د کرکټ بورډ دا نوښت یې وستایه. دوی له ملي سوداګرو وغوښتل چې د شپږیزه لیګ پوره ملاتړ وکړي.
له ویناوو وروسته د کرکټ بورډ د د رسنیو څانګې لخوا د شپږیزه کرکټ لیګ په اړه جوړ شوی پریزنټیشن نندارې ته وړاندې شو چې په تعقیب یې له نړیوال دود سره سم د شپږیزه کرکټ لیګ د لوبډلو دواطبلي پیل شوه.
د دواطبلۍ پر مهال ملي او نړیوالو سوداګرو خورا لیوالتیا وښوده او هر سوداګر هڅه کوله چې په شپږو لوبډلو کې یوه واخلي. د داوطلبۍ په پایله کې د شپږیزه کرکټ لیګ شپږ لوبډلې په خورا لوړ ارزښت وپیرل شوې.
د کابل بازانو لوبډله د جنرال پټرولیم شرکت لخوا د ۶۰۶۵۳۵۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۸۹۰۰۰ امریکایي ډالره دی، وپیرل شوه.
د سپین غر زمریانو لوبډله د مسلمیار ګروپ لخوا د ۴۷۰۲۳۵۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۶۹۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د بند امیر ښامارانو لوبډله د پاراګون تجارتي ګروپ لخوا د ۱۰۲۲۲۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۱۵۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د بوست ساتونکو لوبډله د عارف عظیم ګروپ لخوا د ۵۴۵۲۰۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۸۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د آمو نهنګانو لوبډله د المصافي شرکت لخوا د ۷۴۹۶۵۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۱۱۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د مس عینک اتلانو لوبډله د وزیرزي ګروپ لخوا د ۶۱۳۳۵۰۰ افغانیو په ارزښت چې معادل یې ۹۰۰۰۰ امریکایي ډالره دي، وپیرل شوه.
د غونډې په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه او د لوبډلو د امتیاز اخیستونکو شرکتونو ترمنځ د لوبډلو د امتیاز درې کلن هوکړه لیک لاسلیک شو.

نظر بدهید