خبرهای ورزشی

 د شهزاد په باب د کرکټ شورا د ادعا پرخلاف دفاعيه

د افغانستان کرکټ بورد وايي چې په افغان لوبغاړى محمد شهزاد محمدي د وارد شوي تورونوپه باب له قانوني لارې څخه استفاده کوي.

د کرکټ نړيوالې شورا په شهزاد تور لګولى دى چې د لوبې په وخت کې له دوپينګ او يا غير مجاز درمل څخه استفاده کړې ده.

 دغه شورا شهزاد محمدي ته د ثور د مياشتې تر پنځمې نيټې پورې وخت ورکړى دى ترڅو د دغه تور په وړاندې له ځانه دفاع وکړي، له دې پرته به په راتلوونکو لوبوکې له ګډون څخه محروم شي .

 محمد شهزاد ٢٩ کلن دى، په ٢٠١٠ م کال کې يې د افغانستان په ټيم کې لومړۍ ملي لوبه ترسره کړه او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د هېواد د ملي ټيم په نړيوالو لوبوکې شتون لري.