خبرهای خارجی

د سامسونګ د رييس لپاره د شلو کلونو بند احتمال

SEOUL, SOUTH KOREA - JANUARY 18: Lee Jae-Yong, vice chairman of Samsung, leaves after attending a court hearing at the Seoul Central District Court on January 18, 2017 in Seoul, South Korea. An arrest warrant for issued for Lee, Samsung's de facto leader, on charges of bribery in connection with the scandal that has led to President Park Geun-hye's impeachment. (Photo by Chung Sung-Jun/Getty Images)

په داسې حال کې د جنوبي کوريا د مالي فساد د سترې دوسيې په اړوند ددغه هېواد د سامسونګ د ستر نړيوال شرکت د اجراييه رييس (لي جائه يونګ)  محاکمه دوام لري چې د پړ بللو په صورت کې به دى په شل کاله بند محکوم شي.

دى په نړيوال نامه د دغه شرکت د وارث په توګه ياديږي چې د نړۍ د پياوړو ټيلفونونو  ډير ستر جوړونکى هم دى.

د لي  دوسيه د جنوبي کوريا په سياسي او اقتصادي بحران پورې پيوند خوړلى دى چې د دې سبب شوه چې د جنوبي کوريا پخوانۍ جمهوره رييسه پارک ګيون  هي هم د پارلمان له خوا استيضاح  شي او د اساسي قانون د محکمې په رايې سره ګوښه کړى شي.

 له ميرمن پارګ څخه پوښتنې هم  چې په جيل کې شپې سبا کوي؛ دوام لري او که چيرې له هغې سره داقتصادي اوسياسي ملګرتيا دريځ  لرې شي، دا به هم په لس کاله بند محکومه شي .

  د سامسونګ رييس له زياتو تورونو سره مخامخ دى. خو ډير مهم يې يوه هغه مرکز ته د بډې ورکول دي چې د پارګ د دوستې ميرمن چيوي سون سيل تر مديريت لاندې يې فعاليت کاوه .

  سون چې د دغې رسوايي مرکز بلل کيږي؛ د رسمي منصب له لرلو پرته او دوخت  له جمهور رييس سره د اړيکو په دليل د جمهوري رياست مرکز ته تګ راتګ کاوه.

ده د څه ناڅه دوو فرهنګي او ورزشي  شرکتونو مديريت په غاړه درلود چې ويل کيږي د پخواني جمهور رييس تر کنترول لاندې سامسونګ څخه يې شپږ ديرش مليونه ډالره بډې اخستي دي.

 د سند جوړولو، بډې ورکولو او د هېواد په سياسي او اقتصادي مسئلوکې د ملګرتيا په ګډون تورونه کولى شي د کوريايي رسنيو د رپوټ له مخې  د سامسونګ  اجراييه رييس ته  دوه لسيزې بند له ځان سره ولري.