خبرهای خارجی

 د روسيې دسنت پيترزبرګ په ميترو دبريدمسووليت د داعش په غاړه واخيست

د اسلامي دولت يا داعش په نامه تروريستي ډلې  دسه شنبې په ورځ د روسيې په جنوب کې  دبريد مسووليت په غاړه واخيست.

د استراخان ښار په  بريد کې د پوليسو دوه تنه افسران ووژل شول.

دداعش په ډلې پورې اړوند يوې انترنټي ويب پاڼي پرون  ددغې ډلې ديوه امنيتي خبرځاى له خولې  چې ويې نه غوښتل نوم يې په ډاګه شي دغه خبرخپورکړ.

دغه راز پرون روسيي مقاماتو  وويل چې د دغه هېواد د ملي ګارد ځواکونو په يوه نښته کې  څلور تنه مشکوک کسان يې د استراخان ښار په بريد کې د لاس لرلو په تور ووژل .

په دې نښته کې دروسيي دملي ګارد څلور تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي  چې   يوه تن ټپي روغتيايي حالت خراب دى .

ددوشنبې په ورځ دسنت پيترزبرګ ښارپه ميترو له بريد وروسته  دروسيې امنيتي ځواکونو دتيارسى په حال  کې دي.

دسنت پيترزبرګ په بريد کې١٤تنه ووژل شول او ٥٠ تنه نور ټپيان شول.

نظر بدهید