خبرهای خارجی

د جي شل اقتصادي غوڼده به په چین کې کېږي.

د جي شل سر مشریزه غونډه به په روان کال کې په چین کې تر سره شي او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په وینا د نړۍ ستره اقتصادي غونډه به وي.
د چین په هانګ ښار کې به د نړۍ شلو هیوادونو استازي را ټول او د نوي اقتصاد او دیجیتالي اقتصاد په اړه به بحث او خبرې وکړي .
همدا راز وانګ یي وویل د ورېښمو لارې لومړنۍ پروژې پیل شوي او د دغې لارې په سره هیوادونو تر منځ هوکړه بنستیز پړاو ته رسیدلې.
د وانګ یي په وینا چين به هیڅکله خپل سیاست بدل نکړي او د زور سیاست ته به مخ نکړي ،خو د دې هیواد د اتباعو او د چین د منافعو د ساتنې لپاره به له دې هیواد نه بهر ساتنه وکړي .
د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي چې چين امریکا نده او پدې هیله هم ندي چې د نړۍ رهبري ترلاسه کړي ، خو دواړه هیوادونه کولای شي چې نړۍ لپاره کټور تمام شي.

Bashir Samim: Beijing