خبرهای خارجی

 د جنوب قطب د کنګلې شوې سيمې يوه برخه د جلا کيدو په درشل کې ده

Long iceberg wall seen from a little distance. The Iceberg still has'nt turned around. There are smaller pieces of ice in the foreground.

د جنوب قطب د کنګل يوه برخه د جلا کيدو په درشل کې ده چې دا به په نړۍ کې د کنګل له سترو غرونوڅخه وي .

 د بريتانيايي پوهانو د څرګندونوله مخې: له  ٢٠١١ ميلادي کال څخه را پديخوا د جنوب قطب په کنګل کې د سوري ژورتيا٨٠ کيلو مترو ته رسيدلې وه او د تېرکال د دسمبر له مياشتې څخه را پديخوا څه دپاسه شل کيلومتره نور هم ژور شوى دى .

 پوهان اټکل کوي چې د ګنګل دغه ستر غره جلا کيدل به په راتلوونکي مياشت کې ترسره شي .

 د کنګل د دغه غره پراخوالي چې د جلا کيدو په حال کې دى؛ ٥١٨٠ کيلومتره اټکل شوې ده.

د دغه کنګل د غره له ستر والي سره سره د سمندر د اوبو د کچې لوړيدل به لږ دى.