خبرهای خارجی

د ایران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني ومړ

د راپورونو له مخې د ایران پخوانی ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني د یکشنبې په ورځ مړ شوی دی.

نوموړی ۸۲ کلن و د تېرې یکشنبې په ورځ د زړه د حملې له امله په روغتون کې بستر شوی و.

نوموړی له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۸م پورې د ایران ولسمشر و.

رفسنجاني اوس د مجمع تشخیص مصلحت نظام د شورا مشر و.

پخوانی ولسمشر رفسنجاني د ايران له هغو مشرانو څخه و چې د سياسي بنديانو د ازادۍ او د قانون تر دايرې لاندې سياسي ګوندونو ته د نورې ازادۍ غوښتنه يې کوله.