فرهنگ و هنر

د انځورګرۍ پسرلنى نندارتون پرانستل شو

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن په ملي نګارستان کې د انځورګرۍ پسرلنى نندارتون پرانست.

په دې نندارتون کې د باميانو د هنري مرکز د هنرمندانو شپيته ډول ډول آثار د دريو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دغه نندارتون د پرانستلو په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري د هنرمندانو د ودې او پرمختګ لپاره د دغه شان نندارتونونو جوړول ګټور وبلل او ويې ويل: هنرمندان د شخړې ذهن په هنرکې رامنځته نه کړي او داسې آثار خلق کړي چې مخاطبان يې غوښتنه کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له هنرمندانو څخه وغوښتل چې هنر په ټاکلې محدوده کې معرفي نه کړي .
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنرستان رييس محمد هاشم شارق وويل چې نندارې ته وړاندې شوي آثار د خلکو دردونه او کړاوونه نندارې ته وړاندې کوي او هنرمندانو غوښتي دي چې له دې لارې څخه د خلکو ستونزې نندارې ته وړاندې شي.
په دې نندارتون کې د باميانو د هنري مرکز د ځوانو هنرمندانو شپيته ډول ډول آثار چې په روغني رنګ، آبي رنګ او خطاطۍ سره انځور شوي دي؛ د دريو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي .

نظر بدهید