تکنالوژی

د انساني مغز اړیکه له کمپیوتر سره

د نیورالینګ شرک په دې هڅه کې ده چې داسې یوه دستګا جوړه کړي چې وکولای شي د انسان مغز له کمپيوتر سره ونښلوي.
د تسلا شرکت اجرایوي مشر الون ماسک وایي: چې په راروانو څلور کلونو کې داسې یو نوی محصول بازار ته وړاندې کوي چې د هغه په مټ موږ وکولای شو هغه وګړي چې د مغز په برخه کې کلک ګوزار لیدلی وي او یا هم د سرطان له ناروغۍ کړېږي له هغو سره مرسته شوې وي.
ښاغلي ماسک تېر کال په یوه خبرې غونډه کې ویلي وه چې په نویو برنامو کې موږ په دې هڅه کې یو چې د اړتیا وړ مصنوعي هوش د انسان په مغز کې ځای په ځای کړو.
هغه همدارنګه ویلي وه چې دا دستګا هرکله چې د انسان به مغز کې ځای په ځای شي معلومات خلاصه کوي او دې دستګا ته یې لېږدوي چې په حقیقت کې د لیکلو او ویلو کار کوي.
ډان ورځپانې د ماسک له قوله ویلي دي چې روغ او سالم وګړي هم له دې الې څخه کار اخستلای شي، ولې دا کار له اتو تر لسو کلونو پورې وخت غوړاي، چې د دې لپاره یو قانون جوړ شي.
وال ستریت ژورنال ورځپاڼې له دې وړاندې خبر ورکړی وه چې الون ماسک یو داسې شرکت را مینځ ته کړی چې د مغز معلومات د کمپیوتر دستګاه ته انتقالوي، نو نو همدا دلیل وه چې د نیورالینګ شرکت په کلفورنیا کې د روغتیایي څېرنیز شرکت په توګه ومنل شو.

نظر بدهید