خبرهای خارجی خبرهای داخلی

د امريکا د دفاع وزير: غواړم په افغانستان کې خپلې اضافي اډې بندې کړم

د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چې په افغانستان کې د اضافي اډو په بندولو سره به په ميلياردونه ډالره سپما وشي.

واشنګټن پست د امريکا د دفاع د وزير له خولې ليکلي دي: د امريکا د دفاع وزير د دغه هېواد د کانګرس د استازو مجلس او پوځي خدماتي کميټې ته ويلي دي چې د پنتاګون تاسيسات په اوس وخت کې له هغه څخه زيات دي چې له هغوى څخه استفاده کيږي.

 د جميز ميتس د څرګندونوله مخې: په افغانستان کې د امريکايي اضافي  پوځي اډو د بندولو له امله به په يوه پنځه کلنه دوره کې لس ميليارده ډالره سپما وشي.

نظر بدهید