خبرهای ورزشی

د شاپور ځدراڼ پر موټر برید شوی دی

د افغانستان کرکټ تکړه تيز توپ اچوونکي ښاپور ځدراڼ په موټر هغه وخت برید شوی چې کور ته پر لار روان و.

برید تېره شپه شاوخوا اته بجې داسې مهال شوی، چې نوموړی له خپل ورور سره کور ته په موټر کې روان و.

شاپور ځدراڼ سره په موټر کې د هغه ورور غمی ځدراڼ هم و.

په برید کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

شاپور ځدراڼ له رسنیو سره په مرکه کې ویلي دي چې له ا سره شخصي دښمني نه لري او نه هم په شا شک لري. خو له حکومت نه یې وغوښتل چې د افغانستان د ملي لوبغاړو امنیت ته جدي پام وکړي.

ښاغلي ځدران دا خبره هم وکړه چې له برید وروسته یې سم له واره د افغانستان د کرکټ بورډ مشرتابه ته خبر ورکړ او هغوی ورته ډاډ ورکړ چې په دې اړه به پلټنې کوي.

د افغانستان کریکټ بورډ تر دې دمه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.