خبرهای داخلی فرهنگ و هنر

دپکتيا د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودل شوه

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کيښودل شوه.

دغه ودانۍ د هند هېواد په مرسته د درې پنځوسو ميليونو افغانيو په لګښت په يوه پوړکې  او ٣٣  اداري خونو، کتابتون، روزنيز مرکز او د غونډو د جوړولو د تالار په لرلو سره  جوړيږي.

د پکتيا د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست يوه مسوول صلاح الدين سليس وويل چې د دغو تاسيساتو په جوړولو سره به د دغې ادارې کاري اغيزمنتوب لوړ شي او شته ستونزې به لرې شي .

 دغه نوې ودانۍ په دوو کلونوکې په ګرديزښارکې جوړيږي.

نظر بدهید