خبرهای خارجی

دپاکستان په لاهور ښارکې ځانمرګى چاودنه.

 دپاکستان دپنجاب ايالت مرکز لاهور ښارکې نن سهار د ځانمرګي بريد له امله دڅلورو عسکرو په ګډون څه ناڅه شپږ تنه ووژل شول او نولس تنه نور ټپيان شول.

: دپاکستان خبري شبکې ددغه تروريستي چاودنې موخه دسر شميرنې ټيم و .

لاهور دپاکستان له امنو ښارونو څخه شميرل کيږي څلور تنه وژل شوي کسان د پاکستان سرشميرنې دټيمونو دساتنې مسوول او دوه تنه نور ملکيان و.

تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.

دپاکستان اردو دسرشميرنې دټيم د ساتنې لپاره خپل ٢٠٠ زره ځواکونو ددغه هيواد دحکومت په واک کې ورکړي دي دسرشميرنه په پاکستان کې درې اوونۍ مخکې پيل شوي دي دا په وروستيو ١٩ کلونو کې دپاکستان لومړۍ سرشميرنه وه.

نظر بدهید