خبرهای خارجی

دپاکستان  دپنځم ايالت په توګه د ګيلګت په اعلام  دکشمير دبيلتون غوښتونکو مشرانو اعتراض

  دکشمير بيلتون غوښتونکي مشران  دشنبې په ورځ  دپاکستان  د پنځم ايالت په توګه دګيلګت _  بلتستان  په اعلام  داسلام اباد په طرحې  په اعتراض سره  دغه اقدام يې  د نه زغم وړ وبلل .

 دکشمير بيلتون غوښتوونکي مشران سيد علي ګيلاني  مير واعظ عمر فاروق او محمد ياسين مالک  دشنبې په ورځ  دګډې  وينا  په صادرولو سره اعلام وکړ چې دکشمير خلک دهند اوپاکستان سره  دجمو او کشمير  دهرې برخې  دادغام اويا بيلتون  سره مخالف دي .  او دغه دوه هېوادونه  دجمو او کشمير  دجغرافيايي حالت  دبدلون حق نه لري .

 دکشمير بيلتون غوښتونکو مشرانو  ددغه وينا په دوام  دپاکستان  له صدراعظم  نوازشريف  څخه وغوښتل  چې خپلې ژمنې په عمل سره  دپاکستان  د پنځم ايالت په توګه دګيلګت  _ بلتستان  له الحاق څخه ډډه وکړي .

 دهند دولت هم  دجمعې په ورځ  دپاکستان  دپنځم ايالت  په توګه  دګيلګت _ بلتستان  په معرفي کې  د پاکستان ددولت  په دغې طرحې  اعتراض  او اعلام وکړ  چې ټول کشمير  دهند  نه بيليدونکي برخه ده .

 ګيلګت -بلتستان دپاکستان ددولت له خوا  ديو جلا  جغرافيايي سيمې  په توګه پيژندل کيږي  چې مخصوص پارلمان او صدراعظم لري .

 دپاکستان يو دولتي هيئت  دپنجشنبې په ورځ دپاکستان دصدراعظم دسلاکار  سرتاج عزيز په مشري   دپاکستان دپنځم ايالت په توګه  دګيلګت _ بلتستان  داعلام  پيشنهاد طرحه کړ .