صحت

دوبا ناروغۍ دبيت الله شريف دزيارت کوونکوپه کمين کې

  دنړۍ روغتيايي سازمان ديوې وينا په خپرولو سره دبيت الله شريف  له زيارت کوونکو څخه وغوښتل چې دحج په وخت کې د وبا ناروغيو متوج واوسي .

  درويترز  دخبرله مخې، دغه  نړيوال  سازمان ټينګار وکړ څلور مليونه تنه حاجيان  په عربستان کې دحج په مراسمو کې ګډون  کوي او دوبايي ناروغيو دخپريدو احتمال زيات دى .

 پخوا دغه سازمان څرګنده کړې وه چې په يمن کې دبحران دوام او ددغه هېواد په  ٢١ ولايتونوکې دوبا دناروغۍ دخپريدو په دوام له دغې ناروغۍ سره لاس او ګريوان دي .

 دغه سازمان زياته کړې ده چې دحج په مراسمو کې دبيلابيلو مليتونو په ګډون سره دحاجيانو ترمنځ  دبيلابيلو ناروغيو دخپريدو احتمال شته .

دنړۍ روغتيايي سازمان په دوام کې دروان کال دحج په مراسمو کې برخه والوزيارت کوونکوته بلنه وکړه چې دروغتيايي اصولواودايمني ټکوپه رعياتولو سره په دغوناروغيوداخته کيدومخه ونسي.

نظر بدهید