اقتصادی

دملي تدارکاتو کمېسیون د پنځه نیم میلیاردو افغانیو په ارزښت پنځه تړونونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون  اوونیزه غونډه تير ماښام په ارګ کې وشوه.

په دې غونډه کې دڅه دپاسه پنځه نیم  میلیاردو افغانیو په ارزښت پنځه تړونونه منظور شول چې لاندې پروژې پکې شاملې دي:

  • د اجرائیه ریاست او لوی څارنوالۍ اړوند د اړتیا وړ د تېلو د تدارک قرارداد؛
  • د پلازمېنې زون د پراختیا خپلواکې ادارې اړوند دکابل ښار (لومړۍ ناحیه) د سوداګرۍ مرکزي ساحو د پراختیا لپاره د ماسټر پلان د برابرولو او د امکان سنجولو د مطالعې د پروژې قرارداد؛
  • د انرژي او اوبو وزارت اړوند دکندز او تخارد ولایتونو د ارچي او شهروان کانالونو د بیارغونې د پروژې قرارداد؛
  • او د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت اړوند د روزنتونونو او وړکتونونو عمومي ریاستونو د اړتیا وړ د خوراکي توکو قرارداد.

همداراز د ملي تدارکاتو کمېسیون د مالیې وزارت اړوند د اسان خدمت اداري د ودانۍ د جوړولو د پروژې قرارداد رد کړ او لارښوونه وشوه چې نوموړې پروژه دې دوهم ځل لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کړی شي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون  غونډه کې د پلازمېنې زون د پراختیا خپلواکې ادارې اړوند پروژې په هکله یادونه وشوه؛ چې نوموړې پروژې د کار د پایلې د ځانګړي ارزښت له کبله منظور شوه.

همدارنګه کمېسیون د انرژي او اوبو اړوند پروژې په اړه تر بحث وروسته پرېکړه وکړه؛ چې پخوانی متخلف قراردادي شرکت دې ډيرژرد ملي تدارکاتو ادارې ته د محرومیت لپاره وروپېژندل شي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون له غونډې اجنډا سره سم دکمال خان بند د دریم فاز د قرارداد د ورکړې په اړه هر اړخیز بحث وشو او څرګنده شوه؛ چې موجوده شرایطو کې د نوموړې پروژې د کار پېل ډير اړین دی. همداراز پرېکړه وشوه چې د جمهور رئیس ددوهم مرستیال په مشرۍ د عدليې وزارت او ملي تدارکاتو ادارې په ګډون دې یو ځانګړی پلاوی د نوموړې موضوع ارزونه وکړي او د موضوع په اړه دې ځانګړې حل لاره د ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریکه کړي.

د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسیون، مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون، سيګار او سیستیکاغوڅ ملاتړ  څارونکو برخه اخستې وه.